سپین غرته مې سلام دی لوړه څوکه دننگونو

:: سپين غر

2009-02-28 06:27:56

د سپين غره لړۍ د افغانستان ختيځ لوري ته پرتې دي. (۱۵۰) كيلو متره له ختيځ څخه لويديځ لوري ته د زمكې پر مخ اوږد غځېدلى پروت دى، لوړه څوكه يې سيكارام نومېږي او ځايي خلك ورته “بزرګه څوكه” وايي چې د سمندر له سطحې څخه (۴۷۵۵) متره لوړوالى لري او د تل لپاره په واورو پټه وي. سپين غر د لمنځو، نښترو، څېړيو، كاجو، جڼغوزي او ... په ځنګلونو پوښل شوى دى، مشهور كوتل يې د پكتيا او لوګر تر مينځ پروت دى چې “شترګردن” نومېږي او د سمندر له سطحې څخه (۳۷۲۰) متره لوړوالى لري.
سپين غر ته ځكه سپين غر وايي چې د اوړي د موسم پرمهال د هغه پر ځينو څوكو او لمنو باندې واورې پرتې وي او سپينې پوښل شوې وي. د علامه اكاډميسن پوهاند عبدالشكور رشاد د وينا پر بنسټ د “پاڼي ڼي” په “اشټيټ ادهياى” كې سپين غر د “سپيته ورنه” په شكل ليكل شوى دى. البته “سپيته” د سپين او “ورنه” يې د بڼې مانا وركوي چې اوس په پښتو كې يې هغه “ر” لوېدلې ده او “و” يې په “ب” بدل شوى دى.
همدارنګه په نورو كتابونو كې سپيتاګوناګر (ګير) راغلى دى چې “سپيتا” د سپين، “ګونا= ګونه” د رنګ او “ګر= ګير” د غر په مانا راغلى دى. د “ګونه” په مانا كې زيات تاويلات شوي دي، زياتره د ډول، راز، خېل، بڼې، شكل، غوندې، رنګ او ... په مانا راغلى دى. څرنګه چې د “ګر” د ويي (لغت) “ګ” په “غ” اوړي، نو كېدى شي د ګونه “ګ” په “غ” واوړي او د غوندې او غوني ماناوې افاده كړي او همدارنګه د “ګوني” په شكل هم راتلى شي. اوس هم په پښتو كې داسې وييونه (لغات) شته چې د “غوني” او “ګوني” وييونه په تړنګيز (تركيبي) او وروستاړي په بڼه راغلي وي، لكه لرغونى، بدغونى، ژړغونى، مرګونى، غبرګونى.... يا لكه بدغونى Badgunay: بدمخى، بدرنګ، سپېره، سپېره مخى او .....
هغه دم په يوه دم اورلګوونى = د عزيز تر پلاره لاړ هغه بدغونى
حميدبابا، نيرنګ عشق/ ۷۹ مخ
همدارنګه كولى شو چې د لرغونو شاعرانو په شعرونو كې هم د “ګونه” ويى بيامومو، د بېلګې په توګه:
وچ ګوګل، اوبلنې سترګې، ګونه زېړه = ګوښى، ګوښى كا، زما په اشنا عرض
حميدبابا
چې په زړه كې لري پټه د ستا مينه = د هغو عالمو تل زېړه ګونه وي
مطيع الله
ډېر داغونه نغړدي، ګونه زېړه په هجران كې = ګل د پېغمبر په مېږتون ولاړ تنها يم
عليخان
په پاړسي ليكنو او شعرونو كې كولى شو چې “ګونا” او “ګونه” ته ورته وييونه بيامومو، لكه: گوناگون /Gunagun/ چې د بېلابېل، (ډول، ډول) او مختلف مانا وركوي. همدارنګه گونى /Guni/ د غوندې په مانا او د گونه /Gune/ ويى په دوو ماناوو، يوه د بغون يا غومبوري په مانا او دويمه د بڼې، شكل، نوع او ... په مانا راغلى دى.
همدارنګه سپين غر زموږ په ادب كې ډېر ځاى راغلى دى او زموږ ادب ته يې لا زياته ښكلا وربښلې ده. زياترو شاعرانو په خپلو شعرونو كې د خپل شعر د ښكلا لپاره راوړى دى، لكه يو شاعر چې خپل ژوند له سپين غره سره تشبېه كړى دى.
چې چا يې ونې، چا يې كاڼي، چا مرغان ولوټل
زموږه ژوند هم د تالا والا “سپين غر” په څېر دى
.

 

 

له تنبیه الغافلین څخه

دمرگ ديادولواونه يادولونتيجه(پايله)

حضرت الفاف رح فـرمايلي دي څــوک چې مرگ زيات يــادوي هغه ته اللهۚ په درې خـبروباندې عزت ورکوي (١) دتوبې ايستلوتوفيق په تيزۍ سره (٢)څه چې اللهۚ ورکـــړي وي په هـــغې باندې ورته  قناعت ور په برخه کوي (٣)په عبادت کـولو ورته دزړه سکـــون (ارامتيـــــا) ورپه برخــه کــيږي .

اوکوم سړی چې مرگ له ياده وباسي هغه ته اللهۚ په د رې خبروباندې سزا ورکوي .

(١) دتوبې دايستلو توفيق ترېنه اللهۚ اخلي (٢)اللهۚ چې څه ورکـړي وي په هغه ورته قنا عت نه حاصليږي (٣) په عبادت کولو کښې ورته سستي اوکسا لت ورپه برخه کيږي .

له تنبیه الغافلین څخه

مرگ دې چاغوالي ته نه پريږدي

حضرت محمد صلی الله عليه وسلم فرمايلي چې څومره ته دمرگ په هکله پوهيږې که چېرته دومــــره پرې حيوانات اونورځناورپوه شي نوهيڅکله به يې چا غوالي په برخه نه شي .

له تنبیه الغافلین څخه

درې شيان دحيرانتيا وړ دي

حضرت ابوذر رض فرمايي چې په درې شيا نوماته تعجب راشــــي تراوسه په درې شيا نوراته خندا راځي اوپه دري څېزونودومره غمجن شم چي راته ژړاراځي په کومو دري څېـزونوچې خندا راځي هغه دغه دي

(١)ددنيا اميد وار(ارزومند)چې دده پسې مرگ لگيدلی دی (دخپلوغوښتنو(خواهشاتو) په پوره کولو کښې دومره بوخت وي چې مرگ يې هېرکړی دی).

(٢)غفلت (بي پروايي)ولې چې دده مخکښې قيامت دی ( په قيامت باندې يقين لري خـو مرگ ته تياری نه نيسي.

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

(٣) په قهقه خنداکونکی: حال داچې خبرندی چې اللهۚ به له ده څخه خوښ وي اوکه به ناخوښ  وي.

 

 اوهغه درې خبرې چې دغم سره سره راته پرې ژړا راځي هغه دادي.

(١) دلويومحبوبوخلکو لکه حضرت محمدۖ اودهغه د صحابه کرامورضي الله تعالٰی عنهُم جدايي .

 (٢) مرگ (داښکاره نده چې مونږبه له دنياڅخه په ايمان کښي ځواوکه به بي ايمانه ځو).

 (٣)دحشرپه ورځ به داللهۚ په مخکښې ودريږو خوخبرنه يوچــې مونږته به جنت ته دتللوامر وشي اوکه دوزخ ته .

له تنبیه الغافلین څخه

دعمل اوقول اختلاف

شــقيق بن ابراهـيم رح فرمايلي دي چې خلک څلورخبـرې په خوله کوي بلـکه عمل دهغې خلاف کوي (١)هـرسړی وايي چـې زه داللهۚ بنده يم خوعمل داسې کوي چې گويا دادهيچا بنده ندی اونه څوک دده  مالک شته دی (٢) هرسړی وايي چي اللهۚ رازق دی بلکـه پرته له دنيا اومال څخه دده دزړه ډاډ نه حاصليږي (٣)هرسړی وايي اوپوهيـږي چې اخرت له دنيا څخه غوره دی لېکن ددنيا اومال په جمع کولـوکښې شپه اوورځ بوخت اومصروف وي اود حلالو اوحرامو تميز نشي کولای وايي مرگ حتمـاً راځي خوداسې عمل کوي چې مرگ بالکل نشته دی اونه به راشي.

له تنبیه الغافلین څخه

دمرگ حقيقت

حضرت عبدالله بن عمربن العــاص رض  فرمايي چې ماله خپل پلارڅخه ډېراورېدلي دي  هغه به ويل:چې دهغه سړي په حال ډېرتعجب راشي چې په ده باندې دمرگ نښي راڅرگندي شي خودهغه هوش خواص باقي پاتې شي اوژبه يې بنده نشي اتفاقاًده ته مــرگ وخت رانږدې شودده خواص همغسي پاتې وواوژبه يې بنده نشوه ماور ځني وپوښتل ياپلاره داخو پداسيې حالات با ندي تعجب کولوته خوڅه دمرگ بيان وکړه هغه وويل دمرگ حالات بيا نول ناممکن دي بلکه يوڅه درته وايم په خدایۚ قسم دی داسي ښکاري چې چازماپه ځان باندې يولوی غرايښودلی وي اوزماروح له پوزې څخه دباندې راووځي او زماپه خېټه کښې يوه اغزيناکه ونه څوک کشوي اوداسي ښکاري چې ځمکه اواسمان دواړه سره يوځای شويدي اوزه يې په منځ کښې راگېريم.

له تنبیه الغافلین څخه

دڅلوروشيانوقدرڅلورکسان ښه پېژني

(١) دځواني په قد ر بوډا سړی ښـه پوهيږي (٢) دخوشحالۍ په قد رمصيبت وهـلی ښـه پوهيږي (٣)دروغتيااوښه صحت په قدررنځـورښه پوهيږي(٤)د ژوند په قدر مړی ښه پوهيږي.

له تنبیه الغافلین څخه

درې شيان څوک ويلی نه شي

يوبزرگ ويلي دي چې ددرې شيانونوعلم هيچاته نشته دی (١)دنيااودهغه حالات چې څنــگه به فنا شي (٢) مرگ چې څه وخت به راشي (٣)هغه مصيبت چې انسان ترېنه خلاصون نشي موندلای.

له تنبیه الغافلین څخه

دمرگ يوه نمونه

 حضرت کعب رض حضرت عمررض ته وويل چې يوڅه خودمرگ په باره کښي هـــم ووايه ؟ هغه ورته وفرمايل چې مرگ يوه اغـزي داره ونه چې دانسان خېـــټې ته داخله شي اودهـغې يويو اغزی دانسان په رگونوکښې داخل اوپيوسته شي اياکـــــوم طاقتورانسان به لدېنه خلاصی ومومي کله چي دغه ونه دانسان له خېټـي څخه دباندي راوځي اودانسان غـوښي هم له ځان سره راوباسي دغه دمرگ يوه نمونه ده.

له تنبیه الغافلین څخه

دمرگ يوه نمونه

 حضرت کعب رض حضرت عمررض ته وويل چې يوڅه خودمرگ په باره کښي هـــم ووايه ؟ هغه ورته وفرمايل چې مرگ يوه اغـزي داره ونه چې دانسان خېـــټې ته داخله شي اودهـغې يويو اغزی دانسان په رگونوکښې داخل اوپيوسته شي اياکـــــوم طاقتورانسان به لدېنه خلاصی ومومي کله چي دغه ونه دانسان له خېټـي څخه دباندي راوځي اودانسان غـوښي هم له ځان سره راوباسي دغه دمرگ يوه نمونه ده.

له تنبیه الغافلین څخه

قبردجنت يوه باغچه ياددوزخ يوه کنده ده

حضرت محمـــــدصلی الله عليه وسلم فرمايلي دي: قبردجنت يوه باغچــه ده دمؤمن لپاره اوددوزخ يوه کنده ده دکافرلپاره ددي لپاره مرگ ډېرزيات يادته راولئ چې ستاسې په نفسي غوښتنوباندې اوبه اچوي (هغه سړوي ).

له تنبیه الغافلین څخه

 

ديخنۍ موسم دمؤمن لپاره غنيمت دی

حضرت رسول اکرمصلی الله عليه وسلم فرمايلي دي

(الشتأغنيمة المؤمن طال ليلةً فقامه وقُصرَنهارهُ فصامهُ (الحديث)

دژمي موسم دمؤمنا نولپاره غنيمت دی شپې يې اوږدې وي عبادت پکښې ښه کيږي شپې يې لنډي وي روژې پکښې نيول کيږي .ديخنۍ په شـــپو کښې عبادت کول اودورځې يـې روژه نيول ترټولواسانه وِي.  

لکه چي رسول اکرمۖ فرمايي: اليل طويلٌ فلاتقصرهُ بِمنامـکَ والنهــــارَمُضيیً تُکدِرُهُ بِاثامِکَ.

ژباړه: شپې اوږدې دي په خوب يې مه لنډوه اوورځ چې ده رڼاده په گناهونويې مه تياره کوه

 

اللهۚ چې څه درکړي دي په هغو قناعت وکړه اوتل راضي اوسه که چـېرته درته ر ضا اوقناعت حاصل شوهغه غنيمت وگڼه اودخدایۚ شکراداکړه له بل چاسره چې څومره مال وي دهـغې تمه مه کوه .

په ژوندکښې هرعمل کيږي خوچې کله انسان مړشي دهيڅ شي په کـــــولوباندې قـادرنه وي ددې لپاره ژوندون غنيمت وگڼۍ چې څه کوې هغه وکړه کل اخياريې يوفارسي بيت دی .

به کودکي بازي بپيري سستي ٭ بجواني مستي خداراکی پرستي

په ماشومتوب  کښې لوبې په بو ډاتوب کـــښې سست شوې په ځوانۍ کښې مست شوې د خدایۚ عبادت به کله وکړې

 

 

له تنبیه الغافلین څخه

پنځه له پنځوڅخه لومړی غنيمت وگڼه

له حضرت ميمون بن مهران رض څخـه روايت دی چې پنځه له پنځوڅخه لـومړی غنيمت وگڼه (١) له بوډاتوب څخه مخکښې ځواني (٢) له بېمارۍ څخه  مخکـښې روغتيا(٣)له مشغـــــولتيا څخه مخکښې فرصت (٤) له نادارۍ څخه مخکښې مالداري(۵)اوله مــرگ څخه مخـکښې ژوند

 دځوانۍ اوطاقت په وخت کښې چې کوم عبادت اومحنت کيږي دبوډاتوب په وخت کښې يې تصورهم گران دی بله داچې کله په ځوانۍ کښې په گناه اوتکاسل(سستۍ)عادت شوې ددې بدله په بوډاتوب کښې ورکول سخت کاردی.

دتند رستۍ(روغتيا) زمانه ډېره قېمتي ده ددې سمــــه اندازه په نا روغۍ کــښي انســـان ته معلوميږي ددې لپاره دتندرستۍ زمانه ضايع کول ډېره غټه د زيان خبره ده.

شپه دفرصت وخت دی که چېرته چا ضــايع کړه (په ذکراوعبـــادت پکښې بوخــــت نه وي نو دورځ بوختيابه کله درته دعبادت وخت درکړي .خصوصاً دژمي شپې.

له تنبیه الغافلین څخه

واقعه

يوسړی وايي چېرته يوه چا مسا فرخانه جوړه کـــړه خوپه زړه کښې يې داخلخشه پيداشوه چې داعمل به مې داللهۚ په نزد قبول شي اوکه نه يانې په خپل اخلاص يې اشتباه پيـــداشــوه دي سړي خوب وليده اوورته يوڅوک داسې وايي بالفرض که ستا دغه عمـــل له اخـلاصه څخه خـالي وي نوددغه مسلمانانو دعاگاني يقيناً مخلصانه اوقبولي دي چې ستـاد دې نېک گام لپاره يې کوي دغه سړی ډېرخوښ اوډاډه شوه.

له تنبیه الغافلین څخه

دنېک عمل مثال

ابوبکر داسطي رحمة الله عليه  فرمايلي دي چې دنېک عمل مثال دښيښې دی که له ښيـښې سره لږ بې احتاطي وشي ماتېږي اوبياښه پــتری نه اخلي همدارنگه نېک عـمل دريا اوعُجـب (ځان خوښونې) له وجې برباديږي اوکومه گټه هم نلري.

خبرتيا:که په کوم عمل کښې درياکارۍ خبره وه پوره کوښښ وکـړئ چــې هغه لېرې کـــړۍ مگردکوښښ سره سره هغه لېري نشوه نوهغه عمل مه پريږدۍ بلکه استغفا رووايئ کېدای شي اللهۚ درته په بل عمل کښې دهغې اخلاص درکړي .

له تنبیه الغافلین څخه

درياکارڅلورنومونه

چاپوښتنه وکړه چې يارسول اکرمصلی الله عليه وسلم دقيامت په ورځ به دکوم کارپه وجه خلک خـلاصی ومومي ؟ ويې فرمايل دخدایۚ سره دوکه مه کوئ خلکوعرض وکړچې دخدایۚ سره له دوکې څخه څه مطلب؟ ويې فرمايل چي دخدایۚ په حکم عمل صرف داللهۚ لپاره وکړئ دبل چالپاره نه (پرته له اللهۚ څخه دبل چالپاره عمل کول داللهۚ سره ستره دوکه ده)له رياڅخـه ځان وساتئ ځکه چې رياشرک دی رياکارته به دقيامت په ورځ په څلورونومونه باندې اوازکـــيږي ياکافر،يا فاجر،ياغادر(دوکه بازه)وياخاسر (زيان کاره)ستاعمل ضايع شوی دی ثـــواب يې نشته نن ستاهيڅ حصه نشته ای! دوکه بازه دخپل عمل بدله له هغه چاڅخـه وغواړه چــې تا ورته عمل کولوددې حديث راوي(صحابي)قسم يادکړی دی چې داخبرمي له رســـول اکـــــرمۖ څخه اورېدلې ده.لکه چاڅنگه ښه ويلي دي

(له نېکۍ کولونه سخته دهغې نېکۍ ساتنه ده)

له تنبیه الغافلین څخه

درِې څېزونه دهلاکت سبب گرځي

کله چې اللهۚ وغواړي خپل بنده هلاک کړي په درې شيانوباندې هغه اخته کوي.

١- هغه ته علم ورکوي  مگردهغه څخه يې دعمل کولو توان اخلي .

٢- هغه ته دصالحينودصحبت موقع ورکوي مگردهغه دزړه څخه دهغودمرتبې دپېـــژند نې قدراوارزښت لرې کوي  .  

٣- دنېک عمل کولوموقع ورته برابروي مـگرهغه له اخلاص څخه بې برخې کـــوي ځــکه دا دنېت دخرابېدواوباطني چټلتيا وجه ده اوکه چېرته نېت درست وي نودعلــــم گټه، په عمل کښې اخلاص اودلويانو قدربه حتماً وکړي.

له تنبیه الغافلین څخه

درې غوره خبرې

لويان وايي کله چې خط(ليک)ليکۍ درې خبرې پکښې ضروروليکئ .

١- څوک چې داخرت لپاره نېک عمل کوي اللهۚ به دهغه دنياوي چارې سمې کړي.

٢- څوک چي دخپل ځان اواللهۚ ترمنځ سمه معامله کوي (داللهۚ سره داخـــلاص معامله کـــوي) نواللهۚ به دهغه سره اودخلکوسره دهغه معامله سمه کړي.

٣- څوک چې خپل باطن سم کړي اللهۚ به دهغه ظاهرهم سم اوصحيح کړي .

   (عوف بن عبدالله)رضي الله تعالٰی عنهُ

له تنبیه الغافلین څخه

دصالح (نېک سړي)پېژندنه

له حضرت شفيق بن ابراهيم الزاهدي رحمة الله عليه څخه چاوپوښتل خلک وايي چـې ته نېک او صالح يې زه خلک څنگه پوه کړم چې زه صالح يم اوکه بد؟ ده ورته وفرمايل :له درې خبروڅخه

١- خپل باطن حال (پټ راز) چېرته لويانوته بېان کړه که چېرته هغه هغوۍ خوښ کړل نېــک يې او کنه نوبديې  .

٢- خپل زړه ته دنيا مخکښې کړه که هغه يې ردکړه ښه يې اوکه نه نوبد.

٣- ځانته مرگ مخکښې کړه که زړه دې خوښ شوخوښه يې اوکه نه نوبديې .

که چېرته دچادادرې خبرې حا صل شوې دغه شخص دې داللهۚ شکراداکړي اودخپـلې عاجزۍ اظهاردې  وکړي .

له تنبیه الغافلین څخه

دعمل دقبلولولپاره څلورشرطه ضرور دي

١- علم.(پرته له علمه دعمل صحيح کېدل گران دي بلکـه ناممکن دي ځکه هغـه عمل دقبلېدلو وړ دی چې په صحيح توگه سرته ورسيږي).

 رسول اکرمۖ په يوحديث شريف کښې فرمايي:  اطلبوالعلم ان کان في صين.

علم حاصل کړۍ اگرکه په چين کښې هم وي.

٢- نېت.(بغيرله نېته عمل داجــــــروړنه گرځي ځـــــــکه ځنې اعمال بدون له نېت څخه اعتبار نلري) لکه چې وايي: انماالاعمال باالنيات.(الحديث) بېشکه ټول اعمال ترنېت پورې ټړلې دي

٣- صبر.(هرعمل دصبراوسکون سره وکړي که چېرته پکښې څه خفگان رامنځته کــېدو زړه ترېنه صبرکړۍ.لومړني دوه څېزونه دعمل څخه لومړۍ اودريم يې په منځ کښي دی

٤- اخلاص.(بدون له اخلاص نه هيڅ يوعمل دقبلېدلو وړندی.

له تنبیه الغافلین څخه

دعمل دقبلولولپاره څلورشرطه ضرور دي

١- علم.(پرته له علمه دعمل صحيح کېدل گران دي بلکـه ناممکن دي ځکه هغـه عمل دقبلېدلو وړ دی چې په صحيح توگه سرته ورسيږي).

 رسول اکرمۖ په يوحديث شريف کښې فرمايي:  اطلبوالعلم ان کان في صين.

علم حاصل کړۍ اگرکه په چين کښې هم وي.

٢- نېت.(بغيرله نېته عمل داجــــــروړنه گرځي ځـــــــکه ځنې اعمال بدون له نېت څخه اعتبار نلري) لکه چې وايي: انماالاعمال باالنيات.(الحديث) بېشکه ټول اعمال ترنېت پورې ټړلې دي

٣- صبر.(هرعمل دصبراوسکون سره وکړي که چېرته پکښې څه خفگان رامنځته کــېدو زړه ترېنه صبرکړۍ.لومړني دوه څېزونه دعمل څخه لومړۍ اودريم يې په منځ کښي دی

٤- اخلاص.(بدون له اخلاص نه هيڅ يوعمل دقبلېدلو وړندی.

له تنبیه الغافلین څخه

اخلاص له شپانه څخه يادکړئ

يوبزرگ فرمايلي دي چې اخلاص له شپانه څخه يادول ښايي .

چاعرض وکړچې څرنگه؟ بزرگ وفرمايل که چې شپـون له وزواومېـږو سره لمـونځ کــوي هغه دافکرنلري چې وزې اومېږې به زماستاينه وکـړي ددې لپاره عـمل کوونکي ته ښايي چې هغه دخلکو تعريف اوستاينې ته احتياج نلري اوخاص دخدایۚ لپاره عبادت کوي.

له تنبیه الغافلین څخه

دعمل قلعه(کاميابي)

درې شيان دعمل قلعه ياکاميابي بلل شويدي

١- دافکرکوه چې دعمل توفيق داللهۚ له لوري دي (ترڅودرته تکبراوغرورپيدانشي)

٢- هرنېک عمل دخدایۚ لپاره کوه(ترڅونفسي غوښتنې دي ماتې  شي)

٣- دنېک عمل ثواب اوبدله خاص داللهۚ څخه غواړه(ترڅوچې له زړه څخه دې ريااوتمه ووځي)

له تنبیه الغافلین څخه

درياکارڅلورنښي وي

١- کله چې يواځې وي په نېک کارکښې به سستي اوتکاسل کوي .

٢- دخلکوپه وړاندې به نېک کارپه چستۍ اوچالاکۍ سره سرته رسوي.

٣- په کوم کاريې چې خلک تعريف کوي هغه کاربه ډېرکوي .

٤- په کوم کارچې به دی خلاصون مومي هغه به کم کوي.

له تنبیه الغافلین څخه

داللهۚ دخاص بنده پېژندل

له حضـرت ذوالنون مصري رحمة الله عليه  چاپوښتنه وکړه چې اللهۚ ته خوښ اودهغه خـاص بنده څوک دی اوڅه نښې لري؟ هغه ورته  وفرمايل چې هغه څلورنښې لري.

١- هغه راحت ژونداوزندگي پريږدي اونه يې خوښوي .

٢-که دهغه سره ډېريالږڅه وي ضروربه ترېنه داللهۚ په نامه مصرفوي اوخرچه به کوي .

٣- دخپل مقام په ټيټوالي به خوښ اوسي(خپل لوړمقام ته به نه خوښيږي) .

 

٤- دده په نظربه دهغه تعريف اوغند ل يوشان وي.

له تنبیه الغافلین څخه

داللهۚ دخاص بنده پېژندل

له حضـرت ذوالنون مصري رحمة الله عليه  چاپوښتنه وکړه چې اللهۚ ته خوښ اودهغه خـاص بنده څوک دی اوڅه نښې لري؟ هغه ورته  وفرمايل چې هغه څلورنښې لري.

١- هغه راحت ژونداوزندگي پريږدي اونه يې خوښوي .

٢-که دهغه سره ډېريالږڅه وي ضروربه ترېنه داللهۚ په نامه مصرفوي اوخرچه به کوي .

٣- دخپل مقام په ټيټوالي به خوښ اوسي(خپل لوړمقام ته به نه خوښيږي) .

 

٤- دده په نظربه دهغه تعريف اوغند ل يوشان وي

له تنبیه الغافلین څخه

داللهۚ دخاص بنده پېژندل

له حضـرت ذوالنون مصري رحمة الله عليه  چاپوښتنه وکړه چې اللهۚ ته خوښ اودهغه خـاص بنده څوک دی اوڅه نښې لري؟ هغه ورته  وفرمايل چې هغه څلورنښې لري.

١- هغه راحت ژونداوزندگي پريږدي اونه يې خوښوي .

٢-که دهغه سره ډېريالږڅه وي ضروربه ترېنه داللهۚ په نامه مصرفوي اوخرچه به کوي .

٣- دخپل مقام په ټيټوالي به خوښ اوسي(خپل لوړمقام ته به نه خوښيږي) .

 

٤- دده په نظربه دهغه تعريف اوغند ل يوشان وي.

له تنبیه الغافلین څخه

مخلص څوک دی؟

چاله يوبزرگ څخه  وپوښتل چې مخلص څوک دی؟ بزرگ وفـرمايل هغه څـوک چې خپلې نېکۍ داسې پټې وساتي لکه څوک چې خپل گناهونه پټ سا تي. عـرض يې وکـړچې داخـلاص غايه ( موښه )څه ده ؟ هغه وفرمايل چې دخلکو له خواتعريف خوښ نکړي.

له تنیه الغافلین نه

دعمل په ښکاره کولودوه ثوابونه

چاله رسولۖ اکرم څخه وپوښتل چي يوڅوک په خاموشۍ سره يوکارسـرته رسوي اياکه داښکاره کړي ثواب ورته رسيږي اوکه نه ( ځکه په ښکاره کولودکار به هغــه پرته له اخلاصه معلـوم شي) رسول اکرمۖ وفرمايل:ده ته به دوه اجره ورسـيږي يودپټولو اوبل دښکاره کولو پخاطر.

وضاحت:په پټه خوله عمل د اخلاص اوريښتينولۍ نښه ده چې دلوی اجرباعث گرځي او په ښکاره دکوم عمل کول دا موقع چمتوکوي چې نورخک هم دغه عمل وکـړي او ورته ثواب ورسيږي

په يوحديث شريف کښې رسول اکرمۖ فرمايي

من سن في الاسلام سنة ًحسنة ً فلهُ اجرها واجرمن عمل بهابعده. الحديث(مسلم)

ژباړ: که چېرته چازمايوه مشهوره طـــريقه رواج کــــړه هغه ته به يې ثواب ورسيږي اوچاچې پرې عمل وکړوهغه ته به يې هم اجراوثواب ورسيږي.

البته که څوک کوښښ وکړي چې زماعمل به دخلکوخوښ شي يقيناًداخلاص خلاف ده.

تنبیه الغافلین

اوه شيان له اوه شيانوپرته بې گټې دي

ديوبزرگ ويناده چې په اووشيانوعمل کول اوپه اوه شيانو عمل نه کـول گټه نلري

 ١-داللهۚ څخه دوېرې دعـواکول ليکن له گناهونوڅخه پرهېزنه کـول دغه دعواکول گټه  اوکومه فايده نلري.

٢- داللهۚ داجر(ثواب)اميدلرل اونېک عمل نه کول(مگر اللهۚ بغيرله دېنه هـم ثواب ورکووونکی ليکن داللهۚ قانون دی چې ثواب به نېک عمـل کوونکي ته حاصــليږي.

٣- دنېک کارکولوغوښتنه لري خودنېک کارلپاره اراده اوغزم نکوي.

٤- بغيرله محنت نه دعا(دنېک کېدلوکوشش نکوي بلکه يواځې په دعابساينه کوي دابه له ټولونه محروم وي).لکه په لانديني ايٰت مبارکه کښي فرمايي.

والذين جاهدوافينالنهدينهم سبلنا

ژباړه:اوهغه چاچې زمونږلپاره جهاد(کوشش،محنت)وکړضروربه ورته سمه لاروښايو.

 ۵- استغفاربدون له پېښېمانۍ څخه(په خوله استغفار خوپه زړه وېره او پېښېمانی نه پيداکېدل داکومه گټه نلري .

٦- دباطن له اصلاح پرته ظاهري ځان جوړول کومه گټه نلري.

٧- بدون له اخلاصه کوشش(بدون له اخلاصه ډېره غټه نېکي کول اومحنت بې گټې دی.