له تنبیه الغافلین څخه
درې شيان دحيرانتيا وړ دي
حضرت ابوذر رض فرمايي چې په درې شيا نوماته تعجب راشــــي تراوسه په درې شيا نوراته خندا راځي اوپه دري څېزونودومره غمجن شم چي راته ژړاراځي په کومو دري څېـزونوچې خندا راځي هغه دغه دي
(١)ددنيا اميد وار(ارزومند)چې دده پسې مرگ لگيدلی دی (دخپلوغوښتنو(خواهشاتو) په پوره کولو کښې دومره بوخت وي چې مرگ يې هېرکړی دی).
(٢)غفلت (بي پروايي)ولې چې دده مخکښې قيامت دی ( په قيامت باندې يقين لري خـو مرگ ته تياری نه نيسي.
(٣) په قهقه خنداکونکی: حال داچې خبرندی چې اللهۚ به له ده څخه خوښ وي اوکه به ناخوښ وي.
اوهغه درې خبرې چې دغم سره سره راته پرې ژړا راځي هغه دادي.
(١) دلويومحبوبوخلکو لکه حضرت محمدۖ اودهغه د صحابه کرامورضي الله تعالٰی عنهُم جدايي .
(٢) مرگ (داښکاره نده چې مونږبه له دنياڅخه په ايمان کښي ځواوکه به بي ايمانه ځو).
(٣)دحشرپه ورځ به داللهۚ په مخکښې ودريږو خوخبرنه يوچــې مونږته به جنت ته دتللوامر وشي اوکه دوزخ ته .