له تنبیه الغافلین څخه
دمرگ حقيقت
حضرت عبدالله بن عمربن العــاص رض فرمايي چې ماله خپل پلارڅخه ډېراورېدلي دي هغه به ويل:چې دهغه سړي په حال ډېرتعجب راشي چې په ده باندې دمرگ نښي راڅرگندي شي خودهغه هوش خواص باقي پاتې شي اوژبه يې بنده نشي اتفاقاًده ته مــرگ وخت رانږدې شودده خواص همغسي پاتې وواوژبه يې بنده نشوه ماور ځني وپوښتل ياپلاره داخو پداسيې حالات با ندي تعجب کولوته خوڅه دمرگ بيان وکړه هغه وويل دمرگ حالات بيا نول ناممکن دي بلکه يوڅه درته وايم په خدایۚ قسم دی داسي ښکاري چې چازماپه ځان باندې يولوی غرايښودلی وي اوزماروح له پوزې څخه دباندې راووځي او زماپه خېټه کښې يوه اغزيناکه ونه څوک کشوي اوداسي ښکاري چې ځمکه اواسمان دواړه سره يوځای شويدي اوزه يې په منځ کښې راگېريم.
+ نوشته شده در 2011/6/21 ساعت ۸:۱۶ ق.ظ توسط هارون(همدرد)
|