له تنبیه الغافلین څخه
پنځه له پنځوڅخه لومړی غنيمت وگڼه
له حضرت ميمون بن مهران رض څخـه روايت دی چې پنځه له پنځوڅخه لـومړی غنيمت وگڼه (١) له بوډاتوب څخه مخکښې ځواني (٢) له بېمارۍ څخه مخکـښې روغتيا(٣)له مشغـــــولتيا څخه مخکښې فرصت (٤) له نادارۍ څخه مخکښې مالداري(۵)اوله مــرگ څخه مخـکښې ژوند
دځوانۍ اوطاقت په وخت کښې چې کوم عبادت اومحنت کيږي دبوډاتوب په وخت کښې يې تصورهم گران دی بله داچې کله په ځوانۍ کښې په گناه اوتکاسل(سستۍ)عادت شوې ددې بدله په بوډاتوب کښې ورکول سخت کاردی.
دتند رستۍ(روغتيا) زمانه ډېره قېمتي ده ددې سمــــه اندازه په نا روغۍ کــښي انســـان ته معلوميږي ددې لپاره دتندرستۍ زمانه ضايع کول ډېره غټه د زيان خبره ده.
شپه دفرصت وخت دی که چېرته چا ضــايع کړه (په ذکراوعبـــادت پکښې بوخــــت نه وي نو دورځ بوختيابه کله درته دعبادت وخت درکړي .خصوصاً دژمي شپې.
+ نوشته شده در 2011/6/15 ساعت ۱۰:۵۶ ق.ظ توسط هارون(همدرد)
|