له تنبیه الغافلین څخه
دعمل اوقول اختلاف
شــقيق بن ابراهـيم رح فرمايلي دي چې خلک څلورخبـرې په خوله کوي بلـکه عمل دهغې خلاف کوي (١)هـرسړی وايي چـې زه داللهۚ بنده يم خوعمل داسې کوي چې گويا دادهيچا بنده ندی اونه څوک دده مالک شته دی (٢) هرسړی وايي چي اللهۚ رازق دی بلکـه پرته له دنيا اومال څخه دده دزړه ډاډ نه حاصليږي (٣)هرسړی وايي اوپوهيـږي چې اخرت له دنيا څخه غوره دی لېکن ددنيا اومال په جمع کولـوکښې شپه اوورځ بوخت اومصروف وي اود حلالو اوحرامو تميز نشي کولای وايي مرگ حتمـاً راځي خوداسې عمل کوي چې مرگ بالکل نشته دی اونه به راشي.
+ نوشته شده در 2011/6/21 ساعت ۸:۱۶ ق.ظ توسط هارون(همدرد)
|