تنبیه الغافلین
ديوبزرگ ويناده چې په اووشيانوعمل کول اوپه اوه شيانو عمل نه کـول گټه نلري
١-داللهۚ څخه دوېرې دعـواکول ليکن له گناهونوڅخه پرهېزنه کـول دغه دعواکول گټه اوکومه فايده نلري.
٢- داللهۚ داجر(ثواب)اميدلرل اونېک عمل نه کول(مگر اللهۚ بغيرله دېنه هـم ثواب ورکووونکی ليکن داللهۚ قانون دی چې ثواب به نېک عمـل کوونکي ته حاصــليږي.
٣- دنېک کارکولوغوښتنه لري خودنېک کارلپاره اراده اوغزم نکوي.
٤- بغيرله محنت نه دعا(دنېک کېدلوکوشش نکوي بلکه يواځې په دعابساينه کوي دابه له ټولونه محروم وي).لکه په لانديني ايٰت مبارکه کښي فرمايي.
والذين جاهدوافينالنهدينهم سبلنا
ژباړه:اوهغه چاچې زمونږلپاره جهاد(کوشش،محنت)وکړضروربه ورته سمه لاروښايو.
۵- استغفاربدون له پېښېمانۍ څخه(په خوله استغفار خوپه زړه وېره او پېښېمانی نه پيداکېدل داکومه گټه نلري .
٦- دباطن له اصلاح پرته ظاهري ځان جوړول کومه گټه نلري.
٧- بدون له اخلاصه کوشش(بدون له اخلاصه ډېره غټه نېکي کول اومحنت بې گټې دی.