دعمل په ښکاره کولودوه ثوابونه

چاله رسولۖ اکرم څخه وپوښتل چي يوڅوک په خاموشۍ سره يوکارسـرته رسوي اياکه داښکاره کړي ثواب ورته رسيږي اوکه نه ( ځکه په ښکاره کولودکار به هغــه پرته له اخلاصه معلـوم شي) رسول اکرمۖ وفرمايل:ده ته به دوه اجره ورسـيږي يودپټولو اوبل دښکاره کولو پخاطر.

وضاحت:په پټه خوله عمل د اخلاص اوريښتينولۍ نښه ده چې دلوی اجرباعث گرځي او په ښکاره دکوم عمل کول دا موقع چمتوکوي چې نورخک هم دغه عمل وکـړي او ورته ثواب ورسيږي

په يوحديث شريف کښې رسول اکرمۖ فرمايي

من سن في الاسلام سنة ًحسنة ً فلهُ اجرها واجرمن عمل بهابعده. الحديث(مسلم)

ژباړ: که چېرته چازمايوه مشهوره طـــريقه رواج کــــړه هغه ته به يې ثواب ورسيږي اوچاچې پرې عمل وکړوهغه ته به يې هم اجراوثواب ورسيږي.

البته که څوک کوښښ وکړي چې زماعمل به دخلکوخوښ شي يقيناًداخلاص خلاف ده.