د روميانو رُب
پرعسلو د افرېقا د يوه پوهنتون څېړنه
دجنوبی افریقا د پوهنتون دډربن په (کینګ ایډورډهسپتال) کی څېړونکو دا ومنل چی په عسلوکی دباکتریاوو او جراثیمو د وژولو پوره واک پروت دی، او عسل کولای چی په زیاته کچه سره جراثیم له مینځه یوسی۔
عسل جراثیم په 24 ساعته کی له مینځه وړی، اودبدن دفاعی سیستم قوی کوی، چی عسل ډېرښه (اینټی بایوټیک) دی ، اوپاته دی نه وی کوم انټی بایوټیک چی اوس شتون لری هغه ټول په مصنوعی ډول سره جوړشوی اودکیمیاوی تعاملاتو په پایلوکی ولاسته راغلی دی او برعکس عسل طبعی اوقدرتی انټی بایوټیک دی، چی کوم ضرر او ناوړه اغیزې هم نلری او هغه مصنوعی انټی بایوټیک ضرورناوړه اغیزې اوپایلې لری۔
اوس دا یقینی شول چی عسل په دډېرو ناوړو ناروغیودرمل دی ، ، او دایوه معقوله خبره ده چی د هر شی زیات استعمال اوخوراک خامخابدې پایلې هم لری؛ خوعسل هم سپېڅلې غذاده، هم درمل او دواده اوپاته دی نه وی چی دبشریت دسترلارښودداحدیث شریف چی عسل دمرګ نه ماسوی دټولوناروغیودرمل دی هیڅ شک اوشبه پکښې نشته؛ دابه په راتلونکی کی جوتیږی چی عسل دنوروډېروکومو ناروغیولپاره غوره دارودرمل دی۔
پروفيسر ډاکټرپی جی ارمون چی یوبرطانوی ډاکټردی دخپلوتجربووروسته وویل:
زه د دې تصدیق کوم چی خاص عسل پریوزخم باندی کښېښودل شی، نودازخم د(3ـ 6 )ورځو وروسته جوړېږی، داځکه چی حجرې نوی ژوندپیل کوی، اوڅه موده وروسته دازخم ډېر ژرجوړیږی۔
عسل او سرطان
د امريکن هيلت فاونډېشن (American Health Foundation) ساینس پوهانوپه عسلوکی نوې څېړنې کړېدی اوزیاتوی چی په عسلوکی (کيفی ايک اسيډ) شتون لری چی دادسرطان د وژونکی ناروغۍ مخه نیسی، ډاکټرچن تلاپلی وایی چی کله عسل وتودوچاوواویاهم تودوخه ورکول شی نوداماده خپل اصلیت له لاسه ورکوی۔
د سوځېدلو زخمونو لپاره دعسلو ارزښت
عسل دسوځېدلې ځای لپاره په دې ارزښت لری چی لومړی ددې ځای تکلیف اراموی اودوهم داچی ددې سوځول شی ځای داغ اونښان هم له مینځه وړی؛ اودازخم په دې ښه جوړوی چی عسل رطوبت جذبوی اودرطوبت په ختمولوکی مهم رول لری، کله چی رطوبت له مینځه ولاړسی ټپ جوړاروغ دی چی په دوهم نړیوال جنګ کی دزخمونوپه جوړولوکی دعسلوڅخه ډېرکارواخیستل شو۔
په عسلو درملنه
د(1987) په جنوری کی په (نوائی وقت) ورځپاڼه کی یوه عجیبه په عسلودرملنه خپره شوه، دامریکاپه یوه ایالت کی دپطرولویو ټنکرچپه شو، چی په نتیجه کی پطرول یوې اوبلی خواته وبهیدل؛ اوپطرولواورواخیستی چی په دې پېښه کی دکورڅښتن سخت زخمی اووسوځول شو، ټول کالی ئې هم له مینځه ولاړل، چی کله ئی مورداحالت ولیدی نوسمدستی ئې موراومېرمنې والمارۍ ته ولاړې اویوه څیښه عسل چی په المارۍ کی پراته وه راواخیستل اوددې سړی پرټپوباندی ئې توی کړل، وده ته ئې ورکړل چی ډېردردونه ئې ارام شول اویوه پاکه دټوکرټوټه ئې راواخیستل اوددې سړی هغه سوځول شوی ځایونه ئې ټول پکښې وتړل، دې سړی په ډېره ارامۍ سره خوب وکی، اوکله چی سباشونووروغتون ته ئې یووړ، اوکله چی دروغتون سرطبیب ولیدی نوحیران شو، چی داڅومره سوځلی دی اوبیاهم ارام ناست دی، کله چی ئې ناروغه ولیدی نوودې دووښځوته ئې شاباس ووایه اودائې ورته وویل چی یواځی تاسی عسل په شیدوکی ورکوی، چی دیوې اونۍ څخه وروسته ئې بیاوروغتون ته یووړ چی د ناروغه هغه ځایونه چی غوښې ئې تللې وې هغه ځایونه درست وه، اوټولوډاکترانوورته وویل چی ددې ناروغه لپاره همدادرمل پوره کفایت کوی اودوخت په تېرېدوسره هغه سړی داسی جوړشو چی چانه ویل چی داسوځېدلې دی۔
عسلوزماګوته ښه کړل
یوه ورځ می په غلطۍ سره ګوته په تېره چاړې پرې شول، زخم ډېرژوروو، اوماپه یوه طبی مجله کی لوستی وه چی عسل وینه دروی، نومی یوڅه عسل په یوه ټوکرواچول اوګوته می په وتړل، چی کله می څلورساعته وروسته ګوته خلاصه کړل وینې ئې بندی شوی وی اوټپ سره ورغلی وو، نومی 24 ساعته وروسته بله پټۍ ورولګول چی کله می دریمه پټې ورولګول نوګوته می داسی روغه جوړه شوی وه چی زه ورته حیرانه شوم۔