له تنیه الغافلین نه

دعمل په ښکاره کولودوه ثوابونه

چاله رسولۖ اکرم څخه وپوښتل چي يوڅوک په خاموشۍ سره يوکارسـرته رسوي اياکه داښکاره کړي ثواب ورته رسيږي اوکه نه ( ځکه په ښکاره کولودکار به هغــه پرته له اخلاصه معلـوم شي) رسول اکرمۖ وفرمايل:ده ته به دوه اجره ورسـيږي يودپټولو اوبل دښکاره کولو پخاطر.

وضاحت:په پټه خوله عمل د اخلاص اوريښتينولۍ نښه ده چې دلوی اجرباعث گرځي او په ښکاره دکوم عمل کول دا موقع چمتوکوي چې نورخک هم دغه عمل وکـړي او ورته ثواب ورسيږي

په يوحديث شريف کښې رسول اکرمۖ فرمايي

من سن في الاسلام سنة ًحسنة ً فلهُ اجرها واجرمن عمل بهابعده. الحديث(مسلم)

ژباړ: که چېرته چازمايوه مشهوره طـــريقه رواج کــــړه هغه ته به يې ثواب ورسيږي اوچاچې پرې عمل وکړوهغه ته به يې هم اجراوثواب ورسيږي.

البته که څوک کوښښ وکړي چې زماعمل به دخلکوخوښ شي يقيناًداخلاص خلاف ده.

تنبیه الغافلین

اوه شيان له اوه شيانوپرته بې گټې دي

ديوبزرگ ويناده چې په اووشيانوعمل کول اوپه اوه شيانو عمل نه کـول گټه نلري

 ١-داللهۚ څخه دوېرې دعـواکول ليکن له گناهونوڅخه پرهېزنه کـول دغه دعواکول گټه  اوکومه فايده نلري.

٢- داللهۚ داجر(ثواب)اميدلرل اونېک عمل نه کول(مگر اللهۚ بغيرله دېنه هـم ثواب ورکووونکی ليکن داللهۚ قانون دی چې ثواب به نېک عمـل کوونکي ته حاصــليږي.

٣- دنېک کارکولوغوښتنه لري خودنېک کارلپاره اراده اوغزم نکوي.

٤- بغيرله محنت نه دعا(دنېک کېدلوکوشش نکوي بلکه يواځې په دعابساينه کوي دابه له ټولونه محروم وي).لکه په لانديني ايٰت مبارکه کښي فرمايي.

والذين جاهدوافينالنهدينهم سبلنا

ژباړه:اوهغه چاچې زمونږلپاره جهاد(کوشش،محنت)وکړضروربه ورته سمه لاروښايو.

 ۵- استغفاربدون له پېښېمانۍ څخه(په خوله استغفار خوپه زړه وېره او پېښېمانی نه پيداکېدل داکومه گټه نلري .

٦- دباطن له اصلاح پرته ظاهري ځان جوړول کومه گټه نلري.

٧- بدون له اخلاصه کوشش(بدون له اخلاصه ډېره غټه نېکي کول اومحنت بې گټې دی.

جنسیج
جنسیج یو ډول طبی بوټی دی په کاناډا ، جاپان او چین کی کرل کیږی چی هغه دمځکی روح هم ویل کیږی دهغه څخه دجنسیج په نوم یوډول دطاقت کولی جوړیږی علکماو کشف کړی ده چی جنسیج که څلویښت دقیقې مخکی تر غذا خوړولو وخوړل سی په وینه کی شکر کموی الدكتور فلاديمير فوكسان وایې جنسیج دشکر دناروغی ډیر ښه درمل دی
دجنسیج فایدی :
جسم ته ښه طاقت ورکوی،جنسی طاقت زیاتوی
ذاکره قوی کوی،په وینه شکر کموی
اشتها خلاصوی،هاضمه سموی،دسر درد ختموی
دوینی دوران سموی،په وینه کی هیمو ګلوبین زیاتوی
دزړه پلې قوی کوی
واینې ته ډیره ګټه رسوی
دپام وړ : امید واره میرمنی ، شیدو خوړونکی ماشومان ، او نابالغه ماشوم او هغه کسان چی
Nardil Marplan
درمل استعمالوی باید جنسیج ونه خوری

                               یانسون ( شطه)
یانسون یونانی کلمه ده موږ وهغه ته شطه یا شطه هندی وایو په شکل رنګ دسپیرکۍ دی
په یانسون کی
Anitol , Inene , limonine , Safrol ماده او فروتین 2٪ غوړ 3٪ کربوهیدرات 27٪ وجود لری
دیانسون فایدې :
په اوبو کی ایشول سوی یانسون دګیډی بادونه ، بریښ ورکوی او خواړه هضموی
یانسون دټوخ دپاره په ډیرو درملنو کی استعمالیږی ټوخ اراموی او بلغم ورکوی
دحلق درد او داډو دالتهاب دپاره ډیره فایده کوی
بولی ډیروی
اعصاب اراموی او سردرد دپاره ډیره فایده کوی
که میرمونو ته دماشوم دپیداکیدو په وخت ایشول سوی یانسون ورکول سی زیږیدنه اسانه کوی
دماشوم دمور شیدی زیاتوی
که دماشوم په شیدو یوه کاچوغه ایشول سوی شطه ګډه سی دګیډی بریښ درد به یې سم سی ماشوم به ارام بیده سی

                ګل بابونه Chamomile
دګل بابونه فایدې :
ګل بابونه لکه شای داسی استعمالیږی ښه طریقه یې داده چې هغه په ترموس کی واچوی او اېشولې اوبه ور واچوی څو دقېقې یې سر ور پټ کړی بیا یې وچښې
په ګل بابونه کی
Anthamic Acid ماده ، Anthamedineماده ، Matricarin ماده او Prochamazulene ماده وجود لری
بابونه ګل فایدې :
»دتنفسی جهاز دالتهاب ، او پاکولو دپاره ډیر فایده کوی
» دګېډی برېښ ، بادونو ، تشنج اودکېډی پاکوالی دپاره ډیره فایده کوی
» ډوډۍ هضموی» اشتها خلاصوی
» صفرا ( ژړ )خارجوی» تو دوخه(تبه) کموی
» دمسالک بولی ،او سوزک دپاره ډیره فایده کوی»دمېرمنو دمیاشتنی عادت درد ونه اراموی
» دمعدې اوکولمو دزخم دردونه اراموی» خوب جلبونکی خاصیت لری
» دماشومانو دستونه (امل) دروی» دپوست خارجې التهاب ، زخمونو ، اودنوکانو التهاب دپاره فایده کوی
» دسرددرد پاره که ګل بابونه واېشول سی او پښې تر بېدېدو دمخه په ګرم اېشول سوی ګل بابونه کی کېږدی دسر درد به یې ارام سی
دپام وړ : دورځې تر دوه ګیلاسه اضافه دبابونه ګل چیښل ښه نه دی ولی چې دسر دروند والې او سر کرځیدل اوکله د باکۍ احساس پیداکوی

                              ( ترخې کونډری )مُر

مر په عربي تریخ ته ویل کیږی
علمی نوم
COMMEFORA MOLMOL دبلیسان ددرختې کونډری دی او تجاری نوم یې
MYRRH کونډرددرختی دتنې څخه باید راټولی شی هغه کونډری چی پر مځکه راولیدلی وی هغه دی نه ټولوی دمر دکونډرو رنک نصواری او سپین وی که تور رنګ یې وی باید هغه استعمال نه شیدترخو کونډورو فایدې :دټوخ دپاره ډیر ښه علاج دیدمثانې التهاب ختمویسالنډۍ ختمویدمعدې زخم جوړویدردونه ختمویاشتها خلاصویدکیډی بریښ او بادونه ختمویمیکروبونه ختمویدشکری ناروغې ته فایده رسویداستعمال طریقه :دټوخې دپاره که لږ څه په خوله کی واچول شی او اوبه یې کرار کرار تیروی او یالږ څه په اوبو کی وایشول سی څو غوړپه وکړی ټوخی په هغه وخت درویدداخلی ناروغیو دپاره لږ څه په اوبو کی ایشول کیږی دورځی دری کوچنې کلاسه (دقهوی ګیلاس)چیښل کیږیدخارجی استعمال دپاره : لږ څه په شهتو ګډ کړی او زخم په غوړ کړی500 ګرامه مُر په مرطبانه کی واچوی او د لمر ګولی غوړی ورواچوی ولمر ته یې دری اونۍ کښیږدی وروسته یې صاف کړی او او دورځی دوه واره زخم په غوړ کړی دذخم په سمولو او ژر جوړولو کیزیات شهرت لری

                                         مسک
مسک دعطرونو هغه ښه عطر دی په قران شریف کی دمسکو په باب الله سبحان وتعالی فرمایې: تعرف في وجوههم نظرة النعيم, يسقون من رحيق مختوم, ختامه مسك, وفي ذلك فليتنافس المتنافسون
مسک دحیواناتو څخه په لاس راوړل کیږی لکه ، هوسۍ ، دمسکو غويې
Musk-ox ،سمساره Musk turtle ، زباد Civet cat یو ډول پیشی ده ، دمسکو موږک Muskrat
مسک زړه ته طاقت ورکوی او نفس خوشحاله کوی دسر درد سموی اوکه وخوړل سی دبدن ټوله اعضاوی قوی کوی مسک په حیواناتو کی یو ډول غده ده دمالټی په اندازه هغه غوده ښکاریان دحیوان تر ښکار کولو وروسته ولاس ته راوړی او بیا یې وچوی په هوسۍ کی چی دمسکو غوده غټه سی دغه غوده بیا ډیره کاکوی او هوسۍ ځان په ډبره پوری موږی تر څو چی هغه غوده وچاودی او مسک پر

توی سی ښکاریان هغه پیژنی هغه مسک دډبری څخه

راټولوی په لاندی انځورونو کی دمسکو حیوانات ښکاریږی

                           دویټامینو مصدر په خوراکی توکو کی
ویټامینB1
غله دانې ، اینه ، وچه میوه ، هګۍ ، کبان ، مستې او زیاتره ترکاری او په100 ګرامه خټکی کی 3.4ملیګرامه دورجو په پوستکی کی ملیګرامه 2.20 او په غنم کی 2.05 ملیګرامه دبیری په خمیره کی ملیګرامه 9.69 ملیګرامه ویټامین ب1 وجود لری
ویټامینB 2

خمیره بیره ، غوښه ، اینه ، پښتورګی ، مستې ، دهګۍ ژړ ، کبان ، پنیر ،د ترکاری پاڼی ، غله دانه
ویټامینB3
خمیره بیره ، غوښه ، اینه ، پښتورګی ، مستې ، دهګۍ ژړ ، تازه میوې ،کبان ، پنیر ، ترکاری ، غله دانه په 100ګرامه اشتغ ( وچ زردالو )کی 2.00. ملیګرامه او بزالیا یو ډول لوبیا کی0.8 ملیګرامه ویټامین ب 3 وجود لری
ویټامینB6

خمیره بیره ، غوښه ، اینه ، پښتورګی ، ، تازه میوی ، غنم ، جوار ،پنیر ، په 100 ګرامه پلۍ کی 12. ملیګرامه او خمیره بیره کی3.6 ملیګرامه او جوز کی 1 ملیګرام ویټامین B6 وجود لری
ویټامینB12

په 100 ګرامه اینه کی 120-30 میکروګرامه او پښتورګو کی 55-18 میکروګرامه اوپه غوښو او وچو شیدو کی 5.3 میکروګرامه او دهګۍ په ژړ کی 108 میکروګرامه ویټامین12
B وجود لری
ویټامین D

اینه ، پښتورګی ، پلۍ ، صویا باغلی ، دهګۍ ژړ ، شیدې
صودیم

شيدې ، پښتورګی ، باغلی صویا ، ماغزه ، کورنې چرګان ،د سوۍ غوښی ، غنم ، پالک ، لوبیا ، انځر ، خورما ، زردالو ، کیله
پوتاشیم
ترکاری ، پټاټه ، شیدې ، غوښی ، باغلې ، اشتغ ، ګشنیز ، لیمبو ، توت ، شفتالو ، انګور ، بادرنګ ، پالک ، پیاز ، بقدونس
کلسیم

پالک، بينډۍ ، کاګټکی ، ملوخیه ، کاهو ، پیاز ، جرجیر، ورجی ، پټاټه ، مالټه ،کیله ، زردالو ، انګور ، خورما ، کشمش ، شیدې ، پیروۍ، پنیر ، هګۍ، غوښی ، کب ، غنم ،تور شات ، صویا باغلی
فوسفور
شیدې ، پنیر ، هګۍ، پلي ، خمیره ، وچه میوه ، دکامل غنم ډوډۍ ، کبان ، ذغوایی غوښی ، ماغزه ، ترکاری ،
مګنیزی
م
بادام ، بندوق ، پلې ، جوز ،غنم ، ورجی، لوبیا ، کاکوو
ګوګړ

بروتینی غذا غوښی ، شیدی ، مستې ، غله داني، پیاز ، غنم ،او پنیر
اوسپنه

دهګۍ ژړ، اېنه ، پښتورګی ، غوښی ، دال ، ترکاری ، بقدونس ، کاکوو ، بتدق ، بادام ، جوز ، زردالو ، خورما ، انځر ، پالک ،
کلورین
شنه زیتون ، کرفس ، کشمش ، بقدونس ، غوښی ، بزیلا ( یوډول لوبیا )
مس
مڼې ،زردالو ،کیله ،انځر، باغلېی،رومیان ، ګازری (زردکی )

زنک ( جست)
ملۍ، اینه ، پښتورګی ، پیاز، انځر ، ګازری ، هګۍ او ځمکنی توت
ایودین

بقولیات ، اینه ، پښتورګی ، بندوق ، پسته ، بادام ، جوز
منګنیز

مڼه، کیله ، توت ، خورما ، انځر ، انګور ، شنه زیتون ، پیاز ، اوږه ، پالک ، پټاټی ، رومیان ، کیله ، بندوق ، جوز ، انناس ، اوربشی ، غنم ، پلۍ

                  دطبیعې بوټو او خوراکی توکوخاصیتونه
ملخوځې fenugreek
وېنه صافه وی ، اشتها خلاصوی ، بدن چاغوی ، شیدی ډیروی
زعتر THYME
دوېنی تګ کړندې کوی ، شرایین خلاصوی ، دټوخې دپاه ډیره فاېده لری ، دغاښو درد اراموی
توری دانې ( حبه سوداء)
Nigeria Sativa
بادونه ورکوی ، دجسم طاقت زیاتوی ، په جسم کی دناروغېو پر ضدد مناعی سستم قوی کوی
نعناع piper mint
بادونه ورکوې ، دذکام په وقت کی ډیره فاېده کوی، خواړه هضموی
میرامېه Sage
ضد دبرېښ ده ، دوېنی تګ کړندې کوی، دورې وېنی دروی ، غاښونه پاکوی ، ورۍ ټینګوی ، دهر ډول التهاب ضد ده
بابونه ګل Matricaria chamomilla
دتوخی دپاره ، التهاب دمسلک بولی ، التهاب دسترګو ،د زخم دپاکولو دپاره ښه درمل دی
خواږه ولنې + یانسون (شطه ) pimpinella anisum
دګېډی بادونه ، برېښ ، قبض ، دګېډی چنجیان ، دزنګنو درد اراموی ڼ اعصاب اراموی
ترمسLupine + ملخوځې
په وېنه کی شګر کموی او په شکری اخته کس زخمونه جوړوی
کونجتې Sesame
دجسم اوږدوی ، جسم ته طاقت ورکوی ، کونجتی ددماغ حجیرې تغذیه کوی
ملیسیا
Melissa officinalis
اعصاب اراموی ،دمیرمنو دمیاشنی عادت دردونه کموی ، مغض سموی ، ستړیا ورکوی ، ټوخ اراموی ، دسر ګرځیدل ورکوی ،
خله Ammi visnaga
بولی ډیروی ، دپوښتورګی درد اراموی ، او دپوښتورګې څخه ډبری راباسی
شونډ Ginger
دمیرمنو میاشتنی عادت دردونه کموی ، جنسی طاقت زیاتوی ، په بدن کی تودوخه زیاتوی ، په ګیډه کی بادونه ختموی ، تبه ختموی، بلغم خارجوی
دځوانانو غذا ( توری دانې( Nigeria Sativa +ملخوځې
بدن غټوی ، جسم ته ډیر ښه طاقت ورکوی (انتیبیوتیک)
سیاه دانه : دهری ناروغې درمل دی بیله مرګه
اوربشېBarley
لږخورک یې ( قبض پیداکوی داسهال دپاره فایده کوی )ډېر خورک یې دپرېښ په وقت کی فایده کوی
زعفران Crocus sativus
دورۍ التهاب جوړی ، جنسی طاقت زیاتوی
ګل ختمی Guimauva
دپاړسوب دپاره فایده کوی او دردونه اراموی
دبقدونس تخم
دبقدونس ایشول سوی تخم دپښتورګی څخه ډبری خارجوی
دترتیزکو تخم
دوینی فشار کموی ،ویښان قوی کوی ، په وینه سپین کرویات جوړوی ، دنیکوتین ضد دی، دچنګاښ ضد دی
دبیې مندکې
که نباداغ ته واچول شی سوده خارجوی
ګبین ( شات )
په ګبین کی شفا ده دهری ناروغې درمل دی
لونګ
که په غاښ کی کښیښودل شی دغاښ درد اراموی ،داعصابو طاقت زیاتوی
اوږه
دمکروبونو ضد ده ، دوینی فشار کموی
پیاز
دمکروبونو ضد ده ، جنسی طاقت زیاتوی
کورتوبه ( تمر هندی )
ګيډه پاکوی ، قې دروی ،صفرا خارجوی دیرقان ناروغ ته ډیره ګټه رسوی

دکډو( یقتین ) تیل
دبروستاتو درمل دی
سپینه ځېره
اشتها خلاصوی ، دپرېښ ضد ده ،
کرکدیه (غجر) Hibiscus
دذکام دپاره ، تنده متوی ، معده صفا کوی ،دوېنی پشار کموی
یانسون ( شطه) pimpinella anisum
دبرېښ ضد ده اعصاب اراموی ، دګېډې بادونه ورکوی ، ټوخی اراموی ، دماشوم ژیږیدنه اسانه کوی

                                                      ګندنه Leek

ګندنه زیاتی فایدې لری ، په ګندنه کی 90٪ اوبه یو ګرام پروتین 5 ګرامه شکر دی په ګندنه کی ویټامین ای ، ویټامین بی او ویټامین سی ، کلسیم ، فوسفور ، پو تاشیم منګنیز ، اوسپنه ، ګوګړ ، او کلورین وجود لری ګندنه لکه پیاز دمکروب ضد ده ، دګیډی څخه چنجیان خارجوی ، جسم ته ښه طاقت ورکوی ،اواز صافوی غزلچیان یی داواز دصافولو دپاره خوری، دسل وناروغ ته زیاته ګټه رسوی ، دقولنج ناروغ ته ګټه رسوی،جنسی طاقت زیاتوی ، بلغم خارجوی ،کولمی پاکوی ، هغه کسان چی وینه یې کمه وی وهغوی ته زیاته ګټه لری ،دمثانی او پښتورګی التهاب سموی ، اعصاب قوی کوی او شریانونه نرموی ،بولی زیاتوی ، هغه کسان چی دبندونو دردونه لری یا روماتیزمی دردونه لری وهغوی ته ډیره ګټه رسوی ،شیدې زیاتوی دګندنی په اوبو اوړه خیشته کړی او پر چنجکۍ کښیښږدی دچنجکۍ زؤب به خارج سی ، دډیر سخت ټو خ دپاره تازه ګندنه دلږ څه ګبین سره ګډ کړی او سهار په نهاره وخوری ټوخ به ارام سی ، دشاشه بنده دپاره لږ ګندنه وایشوی او دزیتون غوړی په ګډ کړی تاوده یې ترنامه لاندی یعنی پر مثانه ورکښیښږدی بولی به یې ایله سی ، دماشومان ددانو دپاره لږ څه دګندنی اوبه دشیدو سره ګډی کړی او دماشوم مخ په غوړ کړی هغه سری دانی به ورکی کړی جلدی پاړسوب هم سموی
په 100ګرامه ګندنه کی دا لاندی مواد وجود لری
90 ګرامه اوبه 40 ملیګرامه صودیوم1.8 ګرامه پروتېن 260 ملیګرامه پوتاشیم
0.4 ګرامه غوړ 120 ملیګرامه کلسیم6500 وېټامین ای 20 ملیګرامه مګنیزیم 0.12 ملیګرامه وېټامین 1 بی 2 ملیګرامه اوسپنه4 ګرامه کربو هیرات 34 ملیګرامه فوسفور1.3 ملیګرامه توپاله 50 ملیګرامه کلورین 25 ملیګرامه وېټامېن سی

                                        مالټه
په مالټه کی ویټامین سی زیات دی مالټه وجوړاو ناروغ خاصتا وماشومانو ته ډیره ګټه رسوی مالټه ډیری فایدې لری ، په مالټه کی80٪ مقطری اوبه2٪ غوړ 10٪ توپاله 5٪ معدنی مواد او 3٪ ویټامین سی وبی 1 وبی 2 وجودلری ، اوسپنه ، فوسفور ، شکر ، یوه دانه مالټه دډوډۍ خوړولو وروسته خواړه هضموی او که ترډوډۍ دمخه وخوړل سی اشتها خلاصوی ،دوېنې جریان ګړندی کوی , رګونه قوی کوی ،په هډوکو کی کلسیم تثبتوی ،هډوکی قوی کوی ،مالټه په جسم کی دتودوخی درجه او تنده کموی قبض ماتوی ، بلغم کموی او ټوخ اراموی ،دجسم څخه زاریات خارجوی، دحمل په اولو میاشتو کی دمېرمنو قې دروی ،دمالټې اوبه د انفلونزا او ذکام دردونه اراموی ، دوینی فشار کموی ، دځیکر ناروغیو ته ګټه رسوی ، دمالټې پوستکی که په کور کی دود سی بیکاره بوی ورکوی ،دمالټې دپوستکې داخلی حیصه چی لږ څه دمالټې لب ورسره وی که دروماتیزم پر دردیلی ځای کښېښودل سی درد به ارام سی ، هغه کسان چی دوینی فشار یی زیات وی باید چی یو ګلاس دمالټی اوبه سهار اوبل ماشام وچیښی ، په مالټه او دمالټی په پاڼو کی بکتین او نیو فلاتونیدز موادزیات دی په وینه کی کولسترول کموی او درګو پر جدار دوینی تراکم منع کوی دوینی حرکت سموی دزړه دناروغیو مخنوی کوی، نیم ګلاس دمالټی اوبه که سهار وچیښل سی ددماغ دسکتې څخه به په امان سی دامریکی مجله ستروک لیکی وایی که دانسان په بدن کی ویټامین سی کم سی ددماغی سکتې خطر ورسره تړلی دی
دکیمیادعلم استاذ ډاګټر لینس بولنج وایی که څوک څوک و غواړی چی دسګریټو عمل پریږدی هفه وخت چی نیکوتین اثر وکړی وسګريت څکولو ته رغبت پیدا سی نو دی دسګریټ څکولو پر ځای مالټه وخوری دا کار دی یویشت ورځی تکرار کړی دسګریټو دعمل څخه به خلاص سی
په 100 ګرامه تازه خالص مالټه کی لاندی مواد وجود لری

81.678ګرامه اوبه ، 980ملیګرامه تریو مانیک0.9 ګرامه پروتېن، 0.3 ملیګرامه صودیوم
0.2 ګرامه غوړ170 ملیګرامه پوتاشیم0.014ګرامه کولیسترول 33 ملیګرامه کلسیم11.3 ګرامه کاربون هیدرات 10 ملیګرامه مګنیزیم 0.8 ګرامه توپاله 0.025ملیګرامه منګانیز
190 وېټامین ای 0.4ملیګرامه اوسپنه0.08 ملیګرامه وېټامین بی 1 0.076 ملیګرامه مس
0.03ملیګرامه وېټامېن بی 2 23 ملیګرامه فوسفور0.2 ملیګرامه تریو نیکوتیک8 ملیګرامه ګوګړ
49 وېټامېن سی 4 ملیګرامه کلورین12 ملیګرامه وېټامېن بی 6 45 انرژی
12 ملیګرامه وېټامېن
په 100 ګرامه د مالټې په تازه اوبو کی لاندی مواد وجود لری
86 ګرامه اوبه 0.07 ملیګرامه وېټامین 1بی0.6 ګرامه پروتېن 0.02 ملیګرامه تریو نیکوتنیک
0.1 ګرامه غوړ 42 ملیګرامه ویټامین سی12.9ګرامه کاربون هیدرات 0.5 ملیګرامه صودیم
0.1 ګرامه 190 ملیګرامه پوتاشیم100 وېټامین ای 19 ملیګرامه کلسیم
10 ملیګرامه مګنیزیم 23 ملیګرامه فوسفور0.025 ملیګرامه منګانیز 23 ملیګرامه ګوګړ
0.4 ملیګرامه اوسپنه 4 ملیګرامه کلورین0.076 ملیګرامه مس 98 ګرمی

                                             کاهو

کاهو اعصاب اراموی ،جنسی غدې په کار اچوی، منې زیاتوی او نوری جنسی فایدی لری ،کاهو ډیر ژر هضمیږی ،قبض ماتوی، بولی ډیروی ، دنقرس ناروغ ته ډیره ګټه رسوی ،اعصاب او سټرګی قوی کوی ،دکاهو اوبه ويښان غټوی ،کاهو که وایشول سی او پر سترګو کښیودل سی د سترګو سټریا ختموی او دسترګو پاړسوب ورکوی
دماشوم مور که کاهو وخوری په شیدو کی یې ښه خوند پیداکوی ،دکاهو دتخم غوړی ويښتان قوی او تناسلی قوت پیداکوی
دپام وړ ډیره مهمه ده چی کاهو ښه پاک او یوه یوه پاڼه جلا جلا پاک پریولل سی او ورسته وخوړل سی
په 100 ګرامه کاهو کی لاندی مواد وجود لری
20 ګرمې 0.5ملیګرامه وېټامېن اې1.3 ګرامه پروتېن 9 ملیګرامه صودیوم
202ګرامه غوړ264 ملیګرامه پوتاشیم1900 وېټامین ای 68 ملیګرامه کلسیم
0.06 ملیګرامه وېټامین 1بی 11 ملیګرامه مګنیزیم 0.06ملیګرامه وېټامېن2 بی 25 ملیګرامه فوسفور0.07 ملیګرامه وېټامېن 6بی 1.4 ملیګرامه اوسپنه18 ملیګرامه وېټامېن سی 10.3ملیګرامه فولیک تیزاب3.5 ملیګرامه کربوهیدرات

                                    کرم یا بند ګوبۍ CABBAGE

کرم ډیره ګټوره غذا ده په کرم کی ګوګړ زیات دی ویښتانو او نوکانو ته ډیره ګټه رسوی ،دستړیاضد دی ،په کرم کی کلسیم ډیردی هډوکوته زیاته ګټه رسوی ،دحنجری التهاب ختموی، دګیډی چنجیان ختموی ، اشتها خلاصوی، دناړو غودی په کار اچوی ، دکولومو وظیفی تنظیموی ، دکولمو التهاب ختموی ، دجسم څخه زاریات خارجوی ،جنجکۍ ختموی ،دشګر ناروغ ته ډیره فایده کوی د روماتیزم عرق نسا او د بندودردونه ختموی ، هغه کسان چی دمعدی تیزاب یی ډیر وی وهغو ته ډیره ګټه رسوی دغالبوزو ، غوماشو ، مچمچۍ پر خو ړلی ځای که کښیښودل سی ډیره فایده کوی ، دپښتورګی دردونه ، التهاب ختموی ،دشرابو زاریات ختموی اود شرابو په بریښودلو کی ډیره فایده کوی ولی چی په کرم کی فوتامین ماده ده ،په کرم کی ویټامین وي وجود لری دجسم داخلی زخمونه جوړوی ، وینه ګاټه کوی دوینو دبیدو مخنوی کوی ، لمر وهلی ته ډیره ګټه رسوی او که کرم وټکول سی پر سوځلی ځای کښیښودل شی ډیره وسوځلی ځای ته ډیره ګټه رسوی ،دمخ پوست او دځوانانو دمخ دانو ته ډیره فایده کوی
په 100 ګرامه کرم کی لاندی مواد وجود لری
0.3 ګرامه پروتین 194ملیګرامه ګوګړ 6ګرامه غوړ80 ملیګرامه ویټامین سی 6ګرامه شکراو ومعدنی مواد 0.15ملیګرامه ویټامین بی150ګرامه فوسفور 0.12 ملیګرامه ویټامین 2بی 50ګرامه کلسیم 0.5 ملیګرامه ویټامین ای 1ګرام اوسپنه 0.183 ملیکرامه ویټامین وی

                             اووکادوAvocado

اووکادو داستوائی سیمو یوه ونه ده دهغی میوه وناک ته ورته ده ، اووکادو ډیره ګټوره غذا ده ، اوو کادو میوه کله چی ښه پخه سی په هغه کی ویټامین ای زیات وی ،په اووکادو کی 11 ویټامین او 17 معدنی مالګی وجود لری په اوو کادوکی ویټامین دی او ویټامین اې زیات دی نسبتا و نورو میوو ته
په 100 ګرامه اووکادو کی لاندی مواد وجود لری
167 ګرامه انرژی ، 32 ملیګرامه ویټامین سی2.1 ګرامه پروتېن، 14 ملیګرامه ویټامین اې،
6.3 ګرامه کاربون هیدرات ، 604 ملیګرامه پوتاشیم،290 وېټامین ای ، 10 ملیګرامه کلسیم
0.11ملیګرامه وېټامېن بی یو ، 0.6 ملیګرامه اوسپنه، 0.20ملیګرامه وېټامېن بی دوه ،
56.7 ملیګرامه فولیک اسید،0.6ملیګرامه وېټامېن بی دری ، 10 ملیګرامه فوسفور
16.4 ملیګرامه غوړ ، 45 ملیګرامه مګنیزیم0.42 ملیګرامه وېټامېن بی شپږ ،4 ملیګرامه صودیم

                                       مایرت Myrte

مایرت یو اروپایی ښکلی بوټی دی توری دانی او خوشبویه ګلان لری عربو په څو نومونو یادکړی دی لکه ( مریسین ، دمځکی ریحان ، قف وانظر یعنی (وردیرږه او وګوره ) دمایرت ګل ، پاڼی اومیوه ټوله داستعمال وړ دی
دمایرت فایدې قابض دی دنس ناستی او خولو ضددی ،وینه دروی ،دسږی دردونه ختموی رحم ته ډیره ګټه رسوی په هغه وخت کی چی وینه ډیره خارجیږی ،دمیرګیانو( صرع ) ناروغ ته ډیره ګټه رسوی هغه تشنج چی دمیرګیانو ناروغ ته پیښیږی هغه کموی ،دمیرت دپاڼو څخه یو ډول مقطری اوبه جوړیږی چی هغه ته ( دملائكو) اوبه وایی دپزی په پاکولو کی استعمالیږی ،میوه یی ډیرطاقت لری ، دمایرت پاڼواو ګلانو څخه داسی موا دجوړیږی چی دويښتانو په پریوللوکی کار ځنی اخستل کیږی
دمایرت میوه تازه خوړل کیږی او مربا هم ځنی جوړیږی او که وایشول سی بیا یی شربت چیښل کیږی

                                       ترتېزک Cress

ترتیزک زیاتی ګټی لری دترتیزکو پاڼی نارونه او تخم استعمالیږی په100 ګرامه ترتیزکو کی 45 ملیګرامه ایودین 200ملیګرامه کلسیم 140ملیګرامه ویټامین سی او ویټامین اې ، ویټامین بی ، ویټامین اچ اوسپنه ، ګوګړ ، فوسفور ، منګنیز، زرنیخ ، وجود لری ویل کیږی چی دمکروب ضددی ، دوینی سپین کرویات پیداکوی ،اشتها خلاصوی ، طاقت زیاتوی ،ويښتان قوی کوی اوویښتان درژیدو څخه ساتی ،دوینی فشار کموی ، بولی ډیروی او ریګ دپښتورګی او مثانی څخه خارجوی ، دچنګاښ دناروغې ضد دی ،دوینی فقیر ته زیاته فایده کوی ،دنیکوتین ضد دی ، دجسم څخه بادونه جزبوی ولی چی په ترنېزک کی کلوروفیل وجود لری ، دسږی څخه فضول مواد خارجوی او سږی پاکوی ، که دشاتو سره ګډ سی دتوری پاړسوب سموی ،دزنګنو دردونه ختموی په ګران هیواد کی تازه خوړل کیږی او په نورو هیوادو کی یې تخم دیادشو ناروغیو دپاره خوری یوه کاچوغه دتیتیزکو تخم په یوه ګلاس شیدو کی سهار په وچه خوا خوړل کیږی
دپام وړ هغه کسان چی دمعدې تیزاب یې ډیر وی اود معدی حساسیت لری هغه دی یې نه خوری ،هغه کسان چی دوینی فشار یې ټیټ وی هغه دی هم نه خوری ولی چی دوینی فشار کموی

                                      کېله Banana

کېله ښه غذا ده ,که دری دانی کیلې دورځی وخوړل شی نو جسم به نیمه حیصه دکلسیم پوره کړی او دکیلی کلسیم په بدن ډیر ښه هضمیږی تر کلسیم د دپيو او فنیر
په کېله کی ویټامین سی ډیر دی ,دجسم توازن سالم ساتی ولی چی په کیله کی ويـټامين بى وجوى لري ,دسترګو ته ډیره فايده رسوي ، دوینی فقیر ته ډیره ګټه رسوی ، دکېلی خوړل وماشومانو ته ډیره ګټه رسوی
کېله باید خوړینه سی او دماشوم دپیو په جوشک کی دپیو سره یو ځای په ماشوم وخوړل سی ، دروماتیزم ناروغ ته ډیره فایده رسوی ،په کیله کی پوتاشیم وجود لری شرایین دبندیدو څه ساتی اوپه پښتورګی (بډوکی ) کی دمالکی دجمع کیدو مخنوی کوی په 100 ګرامه کیله کی لاندی مواد وجود لری
73.5 ګرامه اوبه، 500ملیګرامه تریو مانیک ، 1.3 ګرامه پروتېن، 1 ملیګرامه صودیوم
0.4 ګرامه غوړ ، 4.20 ملیګرامه پوتاشیم ،0.008ګرامه کولیسترول 8 ملیګرامه کلسیم
24 ګرامه کاربون هیدرات ، 0.64 ملیګرامه مګنیزیم ، 0.5 ګرامه توپاله ، 31ملیګرامه منګانیز
430 وحده دولی وېټامین الف ، 0.6 ملیګرامه اوسپنه ،0.09 ملیګرامه وېټامین ب ،10.20ملیګرامه مس 0.06ملیګرامه وېټامېن ب ،228 ملیګرامه فوسفور ، 0.6 ملیګرامه تریو نیکوتیک ،12 ملیګرامه ګوګړ10 ملیګرامه وېټامېن سی ،125 ملیګرامه کلورین ، 0.37 ملیګرامه وېټامېن اې ، 150 ملیګرامه تریو ستریک ،0.5 ملیګرامه وېټامېن ب6 ، ،88انرژی ، 0.20 ملیګرامه تریو بانتوثنیک6.4 ملیګرامه تریو اوکسالیک دپام وړ کیله دشکری ناروغ، چاغ ، او اینی ناروغ ته ضررناکه تمامیږی باید دکیلی څخه پرهیز وکړی

 

 

                                  فارسلیParsley

فارسلی ددڼیا (ګشنیز) په څیر یو بوټۍ دی په عربی یې بقدونس نوموی دفارسلی په پاڼو کی ویټامین زیات دی پاڼی ،نارونه او تخم یې استعمالیږی
فارسلی زیاتی ګټی لری په فارسلی کی (
apiol) او میریستیسین ماده ده په بدن کی تودوخه یا تبه کموی ، د فارسلی تیل دمیرمنو میاشتنی عادت تنظیوی درحم دردونه کموی ،اشتها خلاصوی ،دوینی رکونه پراخوی ،خواړه هضموی ،بولی ډیروی او د پښتورګی څخه دریګ په پاکولو کی زیاته مرسته کوی ،اعصاب او تناسلی جهاز قوی کوی ، مردانه جسی طاقت ډيروی ،ايشول سوی فارسلی که مخ په پریولل سی دمخ پوست ښایسته کوی د فارسلی تخم وسپیرکۍ ته ورته رنګ اوشکل لری لاکن تر سپیرکۍ کوچنی دی که په اوبو کی وایشول سی صاف سی او په تشه خوا و چښل سی دپښورګی څخه دډبری خارجولو دپاره ډیر ښه درمل دی
په 100 ګرامه تازه بقدونس کی لاندی مواد وجود لری :
84ګرامه اوبه ،52 ملیګرامه مګنیزیم3.7 ګرامه پروتېن ، 0.217 ملیګرامه مس
1 ګرامه غوړ 0.94ملیګرامه منګنیز ، 9 ګرامه کاربون هیدرات ، 156 ملیګرامه کلورین
1.8 ګرامه توپاله، 8230
iu ویټامین , A28 ملیګرامه صودیم ، 0.11 ملیګرامه ویټامین 1 B
880 ملیګرامه پوتاشیم ، 0.28ملیګرامه ویټامین2
B 190 ملیګرامه کلسیم 190ملیګرامه ګوګړ
80ملیګرامه فوسفور ، 181 ملیګرامه ویټامین
C ، 165ملیګرامه تریو اوکسالیک 3.2 ملیګرامه اوسپنه ، 50انرژی

                                خورما Date

خورما ګټوره غذا ده په خرما کی ویټامین زیات دی خورما لکه انګور ډیر ډولونه لری خورما وچه او تازه خوړل کیږی خورما وسترګو ته ډیره فایده رسوی، او دبدن پوست تر وتازه ساتی ،خورماد ډیر عمر خلګو ته ډیره ګټه رسوی خاصتا هغه کسان چې اعصاب کمزورې وی او یاپه غوږو ږغ ښه نه سی اوریدلای ، اعصاب اراموی ، جسم ته ښه طاقت ورکوی ،که خرما په شېدو کی پخه شی جنسی طاقت زیاتوی ،پښتورګی پریولې ،هغه کسان چې دورۍ څخه یې وینی ځی او یا بواسیر لری دهغود پاره ډیره فایده کوی ،دمیرمنو درحم پلې قوی کوی دماشوم دزیږیدنی پر وخت ډیره فایده کوی ،تازه خرما و میرمنوته ډیره فایده رسوی خاصتا دلنګون وروسته او دحیض په ورځو کی الله (ج) په قران شریف داسی فرمایلی دی
{وَهُزِّي إِلَيْكِ بِجِذْعِ النَّخْلَةِ تُسَاقِطْ عَلَيْكِ رُطَباً جَنِيّاً }مريم25
ژباړه : وخوځوه ځان خپل ته دا تنه دخرما چی راتوی به کړی په تا باندی تازه لندی خرماوی رطب یعنی تازه پخه خرما هم غذا ده هم درمل که بل شئ تر خرما ښه وای نو به رب سبحان و تعالی وبی بی مریم ته دهغه شی په خوړولو امر کړی وای
دعجوی خورما مندکی دزړه رګونه خلاصوی
عجوه خورما یو ډول توره وړه خورما ده ددغی خورما ګټی زیاتی دی یوه دهغو څخه هم داده چی دزړه بند رګونه خلاصوی
دخوړولو طریقه یې داسی ده
دخورما څخه مندکی وباسی مندکی به وتیېې لکه( پلۍ ..) چی تیل کیږی بیا به مندکی ښه میده کړی دیوی خورما مندکی په اندازه میده سوی مندکه به دیوی خورماسره ګډه کړی
هره ورځ سهار په تشه خوا اوه دانی خوړل کیږی

په 100 ګرامه وچه خورما کی لاندی مواد وجود لری
20ګرامه اوبه ،65 ملیګرامه مګنیزیم20 ګرامه پروتېن ، ملیګرامه مس
0،6 ګرامه غوړ ، منګنیز75 ګرامه کاربون هیدرات ، 283 ملیګرامه کلورین
2.4 ګرامه توپاله ، ویټامین ای0.9 ملیګرامه صودیم ،0.8 ملیګرامه ویټامین1 بی
790 ملیګرامه پوتاشیم 0.5ملیګرامه ویټامین2بی ،65 ملیګرامه کلسیم ، 190ملیګرامه ګوګړ
تریو نیکوتینیک 2.1 ملیګرامه اوسپنه 0.4ملیګرامه اوسپنه 284 ګرمې2.18

دټول افغان فورم نه

                              ملوخی corchorus olitorus

ملوخی ونعناع ته ورته شکل اورنګ لری لاکن پاڼی ئې تر نعناع لږ غټی دی ملوخئ سابه په عربی هیوادو کی دډیره وخته څخه استعمالیږی په تیره زمانه کی یې نوم (ملوکیه) ؤ یعنی دپادشاهانو خوراک ځکه چی په ملوخی کی فایدې زیاتی دی په ملوخئ کی ویټامین A زیات دی او ویل کیږی چی تر تازه ملوخئ په وچه ملوخئ کی فایده زیاته ده ، په ملوخئ کی لاندی مواد وجود لری : اوبه 47.98٪ ،توپاله 16.49٪ ،تیل 2.44٪ ،پروتین 29٪ او معدنی مالګی لکه: اوسپنه ،کلسیم ، فوسفور،صودیم ، پوتاشیم ، مګنیزیم وجود لری اوبرسیره پردی ویټامین A ,C او Nicotinicکلوروفیل، Glucoside وجود لری

ژر هضمیږی ، اشتها خلاصوی ،په ملوخئ کی ویټامین A ډیر دی دسترګو دید زیاتوی ،په ملوخئ کی مګنیزیم ډیردی اعصاب اراموی ،دحساسیت ضد دی داور سوځلی ته ډیره ګټه رسوی ،په ملوخئ کی Glucosamine ماده وجود لری چی دبدن وبندو او هډوکو ته ډیره ګټه رسوی او دهډوکی د التهاب څخه ساتی
حلق او او دسږی هوایې پیپونه دالتهاب څخه ساتی ،بولی ډیروی او په پښتورګی کی ډبری ماتوی او ریګ دپښتورګی څخه خارجوی ، جنسی طاقت زیاتوی ،
دداسی ګټورو سبو وکرلوته باید پاملرنه وسی

                                         مڼه
مڼه ډیری ګټی لری او ډیره ښه غذا ده ویل کیږی که یوه دانه مڼه سهار په نهاره وخوړل سی نه به ډاکټر ستا کور ووینی او نه به ته ډاکټر ووینی
دمڼې فایدې
مڼه کولمې په کار اچوی او دکولمو التهاب جوړوی ،مڼه دشیدو خوړونکی ماشوم دستونه دروی خاصتا په اوړی کی ،زړه ته طاقت ورکوی ،تنده ماتوی او دجسم ستړیا ورکوی ،په جسم کی غوړ کموی، غاښونه دورسیتیدو څخه ساتی ،پښتورکې او او مثانه په کار اچوی او دپښتورګې څخه ډبره خارجوی ،بلغم خارجوی ، ټوخ اراموی، داعصابو التهاب اراموی ،دنقرس او روماتیزم دناروغې په مقابل کی مقاومت کوی،
دمیرمنو دپاره ډیره فایده کوی دبدن او مخ بوست ته ښکلا ورکوی ،دجسم دډیر چاغوالی څخه مخنوی کوی مڼه په مثال ددرملتون ده که یوه دانه مڼه هر ماښام تر خوړو وروسته وخوړل سی
په 100 ګرامه تازه مڼه کی دا لاندی مواد وجود لری

84ګرامه اوبه , 270 ملیګرامه تریو مالیک0.2 ګرامه پروتېن , 30 ملیګرامه تریو ستریک
0.4 ګرامه غوړ , 1 ملیګرامه صودیم , 0.007ګرامه کولیسترول ,116 ملیګرامه پوتاشیم,
15 ګرامه کاربون هیدرات, 6 ملیګرامه کلسیم , 0.9 ګرامه توپاله 6 ملیګرامه مګنیزیم ,
90 وېټامین ای, 0.084 ملیګرامه منګنیز , 0.04 ملیګرامه وېټامین بې1 0.3 ملیګرامه اوسپنه 0.3 ملیګرامه مس0.71 ملیګرامه 0.02ملیګرامه وېټامېن بې2 0.071 ملیګرامه
0.2 ملیګرامه تریو نیکوتیک, 10 ملیګرامه فوسفور,
3-30 ملیګرامه وېټامېن سی 5 ملیګرامه ګوګړ0.1 ملیګرامه وېټامېن بې6 4 ملیګرامه کلورین
0.72 ملیګرامه وېټامېن ایې58 انرژی 0.2 ملیګرامه تریو بانتونیک
په 100 ګرامه وچه مڼه کی دا لاندی مواد وجود لری
78ګرامه اوبه , 0.5 ملیګرامه تریو بانتونیک ,10ګرامه پروتېن ,60.6 ملیګرامه وېټامېن سی13 ګرامه ,کاربون هیدرات 24 ملیګرامه, کلسیم57 وېټامین ای1.4ملیګرامه اوسپنه 0.02 ملیګرامه , وېټامین بی1 42 ملیګرامه, فوسفور0.08ملیګرامه ,وېټامېن بی281
په 100 ګرامه دتازه مڼې په اوبو کی دا لاندی مواد وجود لری :
78ګرامه اوبه ،0.16 ملیګرامه ویټامین6 , بې10 ګرامه پروتېن، 1 ملیګرامه صودیم
13 ګرامه کاربون هیدرات 100 ملیګرامه پوتاشیم57 وېټامین ای6 ملیګرامه کلسیم
0.02 ملیګرامه وېټامین ، بې1 0.5 ملیګرامه اوسپنه ، 0.03ملیګرامه وېټامېن بې2 10 ملیګرامه فوسفور،3-30 ملیګرامه وېټامین سی 50

                                     وږه Garlic

وږه دبولود شکری ناروغ ته ډیره ګټه رسوی وی ،وږه شراېن دبندیدو څخه ساتی ولی چی په رګو کی دکولسترول جمع کیدل دمنځه وړی ، فوسفو او کلسیم پکښی ډیر دی ،دوینې فشار ټیټوی ،اشتها خلاصوی ،کولمې پاکوی او سپڼسکې چنجیان خارجوی ،نس ناسته ختموی خاصتا هغه نس ناسته چې دمکروب له وجې پیداسوی وی،بلغم ورکوی ، ټوخ دروی هغه ټوخ چې دسل دناروغې او دسږی دالتهاب څخه پیداسوی وی، بولی ډیروی،جنسی طاقت ډیروی،اعصاب قوی کوی ،دپښتورګی او مثانې رېګ صفاکوی ،وږه که کور کی دود سی دسل او دفتریا مکروب وژنی ،دغاښ درد اراموی
په 100 ګرامه وږه کی لاندی مواد وجود لری
:
63.8ګرامه اوبه، 0.0.21 ملیګرامه وېټامین بې1 ،5.3 ګرامه پروتېن ،0.08ملیګرامه وېټامېن
0.2 ګرامه غوړ، 38 ملیګرامه کلسیم28.2ګرامه،کاربون هیدرات ،134 ملیګرامه فوسفور
1.1 ګرامه توپاله ، 1.4ملیګرامه اوسپنه ،75 وېټامین ای ، 140 انرژی
دپام وړ :

هغه کسان چې معده یې ضعیفه وی او یا دمعدې تېزاب یې ډیر وی هغه دی وږه ډیره نه خوری ،دماشوم مور چې وماشوم ته شیدې ورکوی هغه دی وږه نه خوری ،دوږی تر خوړولو وروسته دخولی دبوی دورکولو دپاره څو تاره بقدونس ، نخود ، اویا یوه کاچوغه شهت وخوری چی بوی یې ورک شی

                               پالک Spanish

پالک دځېګر هر ډول ناروغې ته ګټه رسوی ، تنده ماتوی ،و هر ډول التهاب ته فایده کوی، دستونی درد او ذکام ته فایده کوی ،دپالکو اوبه که په بوره خوږی شی دیرقان(تور ژړی ) ناروغې او شاشه بندې ته ډیره ګټه رسوی ،دپالک پاڼې که وکوټل سی او دغالبوزی پر چیچل سوی ځای کښیښودل سی درد اراموی ،پالک وماشومانو ډیره فایده رسوی ولی چی په ویټامین غنی دی او ژر هضمیږی ،قبض ماتوی ،پالک ښه غذا ده خاصتا دهغو کسانو دپاره چی په پښو تګ نه کوی ،پالک جسم نه غټوی دهغو کسانو دپاره ډیر ښه غداده چی رژیم کوی
په 100 ګرامه تازه پالک کی لاندی مواد وجود لری

92.1 ګرامه اوبه ، 90ملیګرامه تریو مالیک، 2.2 ګرامه پروتېن، 42 ملیګرامه صودیوم
0.3 ګرامه غوړ، 0.006ګرامه کولیسترول، 489 ملیګرامه پوتاشیم ، 87 ملیګرامه کلسیم،
ګرامه کاربون هیدرات، 55 ملیګرامه مګنیزیم، ګرامه توپاله، 0.828 ملیګرامه منګانیز،9240 وېټامین ای 40 ملیګرامه اوسپنه، 0.08 ملیګرامه وېټامین، بې10.197 ملیګرامه مس، 0.22ملیګرامه بې2 45 ملیګرامه 0.5 ملیګرامه تریو نیکوتیک ، 27 ملیګرامه 59 ملیګرامه وېټامېن سی 6 ، 65 ملیګرامه 0.6 ملیګرامه وېټامېن بې6 ، ،07 ملیګرامه تریو بانتوثنیک ،80 ملیګرامه تریو ستریک ، 6 ملیګرامه ویټامین اچ 350 -900ملیګرامه تریو اوکسالیک، 0.28 ملیګرامه تریوفولیک 72 ملیګرامه تریو بولینا

                               صویا باغلی( سایبین Soybean

صویا باغلی ( سایبین ) ښه غذا ده په صویا باغلیو کی بيوتين ماده ډیره ده
دایطالیا علماؤ په اثبات رسولی ده چی په صویا فول کی یوه کیمیاوی ماده د ليستين"
Lecithin په نامه چی ددغی مادی وظیفه په وینه کی د کلوسترول ماتول دی او دصویا باغلی په پروتین غنی دی تر نورو بقولیاتواو تر غنمو څلور واره زیات پروتین لری په صویا باغلیو کی 40٪ پروتین 25 ٪ غوړ او 15٪ شکری مواد او مهمی معدنی مالګی لکه کلسیم ، اوسپنه ، مګنیزیم ، پوتاشیم ، ګوګړ ،ویټامین E, A, B1, B3, D, H
وجود لری
دصویا( سايبين ) باغلیو فایدی :
دصویا باغلی دزړه دناروغیو سره جګړه کوی او کولسترول 9٪ کموی
دصویا باغلی هډوکی سالم ساتی خاصتا دډیر عمر میرمنی
صویا باغلی د تې دجنګاښ ضددی
صویا باغلی دبروستاتو دغدو دچنګاښ دناروغی ضد دی
5- که په اونۍ کی یوار دصویا باغلی وخوړل سی 50٪ دغټو کولمو دچنګاښ دناروغی امکانات ختموی او هم50٪ درحم دچنګاښ ناروغی امکانات ختموی
صویا باغلی دزړه ددریدو امکانات ختموی
دصویا باغلی د وینی فشار کموی
دپام وړ :
علماؤ او پوهانو دا هم وايې چی په صویا باغلیو کی ایستروجین ښځینه هورمون ډیر دی که ئې نارینه ډیر وخوری دمنوی حیوانات دکموالی سبب ګرځی

                                       ګازری یا زردکې

په زردکو کی ویټامین زیات دی
په زردکو کی ویټامین ډی , سی , بی , ای اې , فی فی او ګوګړ ، فوسفور ، کلور ، صودیم ، پوتاشیم ، کلسیم ، اوسپنه وجود لری
زردکی زیاتی فایدې لری
دزردکو اوبه که دلږ څه بوری سره پخې سی دماشومانو دټوخ دپاره فایده کوی
که وماشوم ته زردکه دورځې دری واره ورکول سی 7 ورځی پرله پسی په ګېډه کی چنجیان وژنی او کولمې صفا کوی
که وماشوم ته تر دریمې میاشتی وروسته څو کاچوغی دزردکی اوبه ورکول سی هډوکې قوی کوی ، وماشوم ته که زردکی ورکی دماشوم نسناسته دروی او که ماشوم شیدې خوړونکی وی نو دی نیم کیلو زردکی وړی ټوټی کړی اوپه اوبو کی دی یې یوساعت او پنځلس دقیقې پخې کړی څه مالکه ورواچوی ښه یې سره ولړی او په 24 ساعته کی دی یې په ماشوم وخوری ، دزردکو اوبه که همیشه وچښل شی دشګر دناروغې دپاره ډیره ګټه رسوی او په وینه کی کولوسترول کموی ، زردکی دیرقان (تور ژړی )ناروغ ته ډیره ګټه رسوی ، زردکې که دشهت سره وخوړل سی وینه او هډوکې قوی کوی ، زردکه و سترګوته ډیره ګټه رسوی ، زردکه اعصاب قوی کوی ، زردکه دانسان پوست سالم ساتی او دمخ دپوست د کوتانو مخنوی کوی ،توری دپړسیدو څخه ساتی دزردکو تخم دسږی ناروغیواو اعصابو ته ګټه رسوی ، په ګیډه کی بادونه او دنس ناسته ختموی ،دځواناو دانی سموی ،که دوی دانی زردکی دورځی خوړل دچنګاښ دناروغی او پورته ناروغیو څخه سړی ساتی
په 100 ګرامه زردکه کی لاندی مواد وجود لری

88.6ګرامه اوبه ،240ملیګرامه تریو مانیک ،1.1 ګرامه، پروتېن 48 ملیګرامه ،صودیوم
0.2 ګرامه ،غوړ 311 ملیګرامه ،پوتاشیم 0.01ګرامه ،کولیسترول 41 ملیګرامه، کلسیم
9.1ګرامه ،کاربون هیدرات17 ملیګرامه ،مګنیزیم 4.3 ګرامه ،توپاله 0.247 ملیګرامه ،منګانیز
12000 ،وېټامین ای 0.9 ملیګرامه ،اوسپنه0.13 ملیګرامه وېټامین 1بی 0.11 ملیګرامه مس
0.06ملیګرامه ،وېټامېن 2بی 34 ملیګرامه ،فوسفور0.64 ملیګرامه تریو نیکوتیک 21 ملیګرامه ګوګړ4.3 ملیګرامه وېټامېن
C 42
ملیګرامه ،کلورین0.19 ملیګرامه،وېټامېن 6بی 40 انرژی
0.1ملیګرامه ،وېټامېن کی 9 ملیګرامه،تریو یتریک0.45ملیګرامه، وېټامېن اچ 9 ملیګرامه
تریو اوکسالیک0. 8 ملیګرامه

                                  لیمبوLemon

دلیمبو فایدې دلیمبوخوړل د مخه تر خوړو اشتها خلاصوی ، لیمبوکه وروسته ترخوړو وخوړل شی خواړه هضموی ، لیمبوپه

ویټامین سی غنی دی په هډوکو کی کلسیم تثبتوی ، دوینی سپین کرویات په کار اچوی او دناروغیوممانعت راولی ، هغه کسان چی تر پزه یی وینی راځی وهغو ته ډیره فایده کوی ، مکروبونه وژنی او ذ‌کام ته ډیره فایده کوی ،تنفسی جهاز او حنجره صافوی ،دګیډی بادونه ورکوی،دخولی دانی ورکوی ،دبدن پلې په کار اچوی ستړی کس ته ډیره فایده کوی ، دلیمبو تیل دعطرونواو شامپو په جوړولوکی ډیر استعمالوی ،که د لیمبوټوټې پر مخ او غاړه کښیښودل شی دپوست غوړ ختموی ،که په اونی کی دوه واره مخ دلیمبو په اوبو غوړ سی دمخ کوتان ورکووی ،دلیمبو اوبه که دګلسرین سره ګډی شی او لاسونه په غوړ شی دلاسو سږوالی ورکوی او لاسونه نرموی ،هغه نوکان چی ژر ماتیږی که دلیمبو په اوبو ولړسی نو کان به بیا نه ماتیږی ،که غوماشی ، غالبوزی چیچلی ځای باندی که لیمبو وموښل شی ډیره فایده ، دوینی فقیر ته ، اوهغه کسان چی اینه یې کا کوی وهغوی ته ډیره فایده کوی، دلیمبو پوستکی دګیډی چنجیان خارجوی ، په ژړ بریښندوکی لیمبو کی ګټه زیاته وی اوپه شین لیمبو کی ویټامین سی لږ وی په لیمبو کهپه زږه پونده وموښل سی دپوندی زږوالی سموی
لیمبو باید دلږ څه اوبو سره وچښل شی او سهار په تودو اوبو کی وچیښل سی دمعدې او اینې څخه زاریات خارجوی ، دلیمبو اوبه ډیر ژر خرابیږی باید تازه استعمال شی
په 100 ګرامه لیمبو کی لاندی مواد وجود لری
اوبه89.3ګرامه ، پروتېن0.9 ګرامه ،کاربون هیدرات8.7ګرامه، توپاله 0.9 ګرامه وېټامین 1بی 0.04 ملیګرامه ، تریو نیکوتیک 0.1 ملیګرامه ، وېټامېن سی 45 ملیګرامه ، تریو بانتونیک 0.1 ملیګرامه تریو مالیک290ملیګرامه ، تریو ستریک6.80 ملیګرامه ، صودیوم6 ملیګرامه ، پوتاشیم148 ملیګرامه ، کلسیم40 ملیګرامه ، مګنیزیم9 ملیګرامه ، منګانیز0.04 ملیګرامه ، اوسپنه0.6 ملیګرامه ، اوسپنه0.6 ملیګرامه ، مس0.26 ملیګرامه ، فوسفور22 ملیګرامه ، ګوګړ8 ملیګرامه ، انرژی 32کلورین4 ملیګرامه

                               ګبین (شات ) عسل Honey:

شات ډیره ښه غذا ده په شات کی ویټامین ای,ډې, ایې,کې, سې , بې1, بې2, بې3, بې5بې 6او كلسيم و فوسفور , اوسپنه ، مس، صودیم ، وجوى لري او په شهت كي 15 دوله شګر وجود لری او به شهت کی داسی نور مواد وجود لری چی تر اوسه علماو نه دی کشف کړی ، دمعدی پر داخلی دیوال تاثیر نه کوی وړی کولمی شهت ډیر په اسانی سره جذبوی ،غاښونه نه خرابوی لکه نور خواږه شیان چی غاښوږنه خرابوی ،وجسم ښه طاقت ورکوی ، و پښتورګی ته څه زیان نه رسوی لکه نور خواږه ،دشګر وناروغ ته هیڅ زیان نه رسوی لکه نور خواږه ،شات دتنفسی جهاز د هر ډول نارغی دپاره ښه علاج دی ،شات دمعدی زیات تیزاب ختموی خاصتا چی دمعدې زخم او معدی دخولی زخم لری ، یوه کاچوغه شات په اوبو کی ویلی سوی په نهاره که وخوړل شی قبض ماتوی ،وماشوم ته یوه کوچنی کاچوغه د4 میاشتی څخه وروسته ورکول شی دوینی دفقر په ناروغی هیڅ کله اخته نه شی او دکولمو دردونه به یې هم ورک شی ،پرماشوم غاښونه اسانه کوی هغه په داسی ډول ( لږ عسل دلیمبو داوبو سره ګډ کړی او وری یی په ورولړی) ، که ماشوم په ځای کی بولی کوی یوه کوچنی کاچوغه شهت تر بدیدو دمخه ورکړی دهغه عصبی جهاز به ارام شی او په ځای کی بولی ونه کړی ، داینې او پښتورګی ناروغ ته شهت خوړل ډیره ګټه رسوی ،یوه غټه کاچوغه شهت خوړل تر خوب دمخه وسړی ته ښه خوب ورولی ،دسر درد او ډیری خولې کونکی که یوه کاچوغه شهت په تودو اوبو کی وچیښی ډیره فایده کوی ،دشات خوړونکی سړی دبدن پوست روښانه وی اوويښتان یی بریښی ،شات دخولی ،ژبې ، ورې التهاب جوړوی ،شات زړه قوی کوی او وینه وخپل طبیعی حالت راولی او هیموګلوبین زیاتوی ، بدن ته ښه طاقت ورکوی ،په بدن کی زاریات ختموی

                                   زردالوAPRICOT
ښه غذا ده ژر هضمیږی ، دوینی فقیر ته ډیره فایده کوی ولی چی په زردالو کی اوسپنه ډیره ده اعصاب اراموی او خوله ختموی ، اشتها خلاصوی
وسترګو ته ډیره فایده کوی ولی چی ویټامین ای پکښی ډیره ده ، اشتها خلاصوی او دنارغیو پر ضد دفاع کوی ، دماشوم جسم ته ډیره فایده رسوی
دزردالوخوږې مندکی هم ډیر فایده لری لکه بادام دزردالو په مندکه کی تر زردالو ګټه ډیره ده
په 100 ګرامه تازه زردالو کی لاندی مواد وجود لری
اوبه85.3ګرامه ، پروتېن0.9 ګرامه، غوړ0.2 ګرامه ، کاربون هیدرات12.9ګرامه ،توپاله 0.6 ګرامه
ویټامین ای2790 ، وېټامین ملیګرامه ، ویټامین بی، وېټامېن سی8 ملیګرامه ، تریو نیکوتنیک0.7 ملیګرامه ، صودیوم0.6 ملیګرامه ، پوتاشیم440 ملیګرامه ، کلسیم16 ملیګرامه ، مګنیزیم9 ملیګرامه ، اوسپنه 0.5 ملیګرامه ، مس 0.11 ملیګرامه ، فوسفور
0.23 ملیګرامه ،ګوګړ6 ملیګرامه ، کلورین2 ملیګرامه
په وچ زردالو( سرخوچه ، کشته ) ډیری فایدی یوه کامله غذا ده او څلور چنده تر تازه زردالو ښه ده دوچ زدالو شربت ډیری فایدی لری خاصتا په روژه مبارکه کی که دروژه مات پر وخت وچیښل سی دبدن هغه کم سوی مواد پوره کوی زموږ په ګران هیواد کی ددی قیمت بها غذا میوه ډیره ده لاکن متاصفانه په کمال نه ده رسیدلی په سوریه کی داشتغ څخه یو نرم نری ورغ جوړیږی او بیا په پلاسټک کی ایښودل کیږی په بازارونوکی په ښه قیمت پرولل کیږی او وخارج ته په ټنو صادریږی
په 100 ګرامه وچ زردالو( اشتغ ، کشته یعنی شکمپاره) کی لاندی مواد وجود لری
اوبه24ګرامه ، پروتېن5.2 ګرامه ، غوړ0.4 ګرامه ، کاربون هیدرات66.9ګرامه ،توپاله 2.6 ګرامه
ویټامین ای7430 ، وېټامین ملیګرامه ، وېټامین 1بی10.ملیګرامه ، ویټامین 2بی 0.16 ملیګرامه ، وېټامېن سی12 ملیګرامه ، تریو مالک810ملیګرامه ، تریو نیکوتنیک3.3 ملیګرامه
صودیوم 11 ملیګرامه ، پوتاشیم0.170 ملیګرامه ،کلسیم86 ملیګرامه ، مګنیزیم65 ملیګرامه اوسپنه4.90 ملیګرامه ، مس0.4 ملیګرامه ، فوسفور119 ملیګرامه ، ګوګړ6 ملیګرامه ، کلورین47 ملیګرامه ، انرژی 262 تریو ،ستریک0.350 ملیګرامه

                                         انګور Grapes

دانګورو فایدې
انګور ژرهضمیږی قبض ماتوی، او په ګیډه کی غذا دورستیدو څخه ساتی
انګور بولی ډیروی ، او دپښتورګی ناروغ ته ډیره ګټه رسوی اېنه په کار اچوی او ژړ خارجوی ،هغه کسان چی په بدن کی یې کلسیم لږ وی وهغو ته انګور ډیره ګټه رسوی ،په جسم کی طاقت زیاتوی ،هغه کسان چی اعصاب یې کمزوری وی دهغه دپاره انګور ډیره فایده کوی ،دپښتورګی او مثانې څخه ریګ خارجوی ،دوینی فشار منظم ساتی ،هغه کسان چې دوېنی په فقر اخته وی انګوروهغه ته ډیره ګټه رسوی ،اعصاب او پلی قوی کوی ،دبدن څخه څخه زاریات خارجوی
هغه کسان چې د بندونو درد او یا دهډوکو کمزورې لری وهغو ته انګور ډیره ګټه رسوی
هغه کسان چې معده یې د چنګاښ ناروغې لری که دورځې د1- 4 سیره انګور وخوری انشاء الله شفا به ومومی
په 100 ګرامه انګورو کی لاندی مواد وجود لری
اوبه 81.6ګرامه ، پروتین 0.8 ګرامه ،غوړ 0.4 ،کولیسترول 0.06ګرامه ، کاربوهیرات 16.7ګرامه، تپاله 4.3ګرامه ، کلسیم 10ملیګرامه ، فوسفور 34 ملیګرامه ،اوسپنه 0.6 ملیګرامه ، ویټامین ای 80 ویټامین 1 بی 0.05ملیګرامه، ویټامین 2بی 0.03 ملیګرامه، تریو نیکوتیک 0.4ملیګرامه ویټامین سی 4ملیګرامه ، ویټامین 6 بی6 0.1 ملیګرامه تریو بانتونیک 0.08 ملیګرامه ، تریو مانیک 650 ملیګرامه ، صودیوم 2ملیګرامه ، پوتاشیم234 ملیګرامه ، کلسیم17 ملیګرامه ، مګنیزیم7ملیګرامه ، منګانیز 0.083 ملیګرامه ،مس 0.098 ملیګرامه ، فوسفور 21 ملیګرامه ، ګوګړ 9 ملیګرامه ، کلورین 2 ملیګرامه ، انرژی 86
کشمش
The preserved Grapes

دکشمشوفایدې
دوېنی تریو تیزاب ختموی ،وبدن ته ښه طاقت ورکوی،داېنې دپاره ډیر ه فایده کوی
دتنفسې جهاز دناروغیو دپاره ډیره فایده کوی ، دبولو او مثانې دناروغیو دپاره ډیره ګټه رسوی، دنیکوتینو تاثیر ختموی
په 100 ګرامه کشمشو کی لاندی مواد وجود لری
اوبه 24ګرامه ، پروتین 2.3 ګرامه ،غوړ 0.5 ، کاربوهیرات 71.2ګرامه فوسفور 139 ملیګرامه ،اوسپنه 3.3 ملیګرامه ، ویټامین ای 50 ویټامین بی 1 0.15 ملیګرامه، ویټامین 2بی 0.03 ملیګرامه، ، انرژی 77 ملیګرامه ، کلسیم17 ملیګرامه ، منګانیز 0.08ملیګرامه
دتازه انګورو اوبه لاندی فایدی لری

اعصاب اراموی ، ډیر ډنګر کسانو ته ښه فایده کوی ،معده او کولمې پاکوی
ځیګر خلاصوی او چې دبدن پوست سور شوی وی هغه سور والې ورکوی ،دبدن څخه زاریات خارجوی، بولې ډیروی ، دپښتورګې او مثانې څخه ریګ خارجوی ، دبولو تیزابی خاصیت سموی ،قبض ماتوی ، دترخې تیزاب ډیروی
په 100 ګرامه د انګورو په اوبو لاندی مواد وجود لری
اوبه81 ګرامه ، پروتېن0.4 ګرامه ،کاربون هیدرات16.7 ګرامه ، وېټامین ای 0.03 ملیګرامه، وېټامېن بی 2 0.08ملیګرامه ، تریو نیکوتیک0.2 ملیګرامه ، وېټامېن سی 2 ملیګرامه، وېټامېن 6بی 0.08 ملیګرامه ، تریو بانتونیک0.08 ملیګرامه ، تریو مالیک310 ملیګرامه، تریو ستریک20 ملیګرامه ، پوتاشیم120 ملیګرامه ،کلسیم120 ملیګرامه ،اوسپنه0.3 ملیګرامه، مس0.02 ملیګرامه ، فوسفور10 ملیګرامه ، صودیم 1 ملیګرام
دتاکانو بلګونه

زموږ په هیواد کی دتاکانو بلګونه په پراخه اندازه وجود لری متاسفاته چې دهغو څخه څه ګټه نه اخستل کېږی نه وخارج ته صادریږی او نه په پخلې کی کار ځنی اخستل کیږی په نورو هیوادو کی دتاکانو دبلګو څخه دپخلۍ کار اخلی او ونورو هیوادو ته ئې په مر طبانو کی صادروی دتاکانوپه بلګونو کی وېټامینن په زیاته پیمانه وجود لری او ښه خوندوره غذا ده
په 100 ګرامه دتاکانو په بلګو کی لاندی مواد وجود لری
اوبه 1 ګرامه ، اېرې 1 ګرامه، کاربون هیدرات15.6 ګرامه، تپاله 2.6 ګرامه ، کلسیم392 ملیګرامه وېټامین ای 17900، وېټامین 1 بی 0.26 ملیګرامه، وېټامین بی20.08 ملیګرامه، وېټامین سی 120ملیګرامه انرژی79

                                   انار Pomegranate

انار اعصاب قوی کوی ،که داناروپه اوبو لږ څه اوبه اوشهت ګډ سی تنفسی جهاز پاکوی ، قبض سموی وېنه پاکوی

او کولمې د غوړو څخه پاکوی
دانار ددرختی په پوستکې کی دوه مواده ( بلیترین ، ایزوبلیترین 0.25 ٪)وجود لری چې دکېډی داوږدوچنجیانوپه خارجولو کی ډیره مرسته کوی
انار و بدن ته ښه طاقت ورکوی،انار وېنه پاکوی که دوه ګیلاسه دانار اوبه دورځی وچیښل سی سترګی روښانه کوی دسر درد ، تبه ، دنس ناسته ختموی، دانار اوبه په پښتورګی کی ډبری ویلی کوی ،انار معده اوزړه قوی کوی بولی ډیروی ، په بدن کی ګرمی ختموی
اناردانه

يعني د انارو وچي دانې اشتها خلاصوي او ګېډي ته طاقت ورکوي
د ا نارو شربت : د سوزاک، قى وهلو، ټېغ ايستلو، او سلګۍ وهلو لپاره ډیرګټور دي. تنده ماتوي، د زړه بې قراري ليري کوي او ګېډی ته طاقت ورکوی د ا نار ګل: د ماشومانو د نس ناستي لپاره ګټور دى او کولمې زيږي کوي

ا نار پوست

که دانار پوستکى وسوزئ او د شاتو سره يې ګډ کړئ او لږ لږ يې وخورئ ټوخى ژر بندوي
او دانار پوست هغه ژړه پسته حیصه میده کړل سی او شات ورسره ګډ سی دمعدې دزخم لپاره ښه درمل دی انار پوست چی موږ په هغه سره اور بلوو لاکن په نړی کی په هغه سره دحیواناتو پوستونه پخوی اودهغه څخه په رنګ جوړولوکی استعمالوی
په 100 ګرامه انار کی دالاندی مواد وجود لری
اوبه 81.3ګرامه ، پروتین 0.8 ګرامه ،غوړ0.7ګرامه ، کاربوهیرات 14.7ګرامه، تپاله 2ګرامه ، کلسیم 10ملیګرامه ، فوسفور 34 ملیګرامه ،اوسپنه 0.6 ملیګرامه ،ویټامین1 بی 0.07 ملیګرامه، ویټامین 2بی0.03 ملیګرامه، تریو نیکوتیک 0.9ملیګرامه ویټامین سی 8ملیګرامه ، انرژی 77

                                       رومۍ Tomato

درومیانو فایدې
اشتها خلاصوی، طبیب او ډاکتر درومیانو په خوړلو او دهغه داوبو په چښلووهغو کسانو ته امر کوی چې دروماتیزم ، نقرس ( دپښوبجلوکو درد) دپښتورګې ډبری ، دبولواو مثانې ریګ ، او دبندونوالتهاب ناوغې لری ، درومی کامل ( اوبه ، پوستکې ، او مندکې ) ټوله خوړل دی ولی چی درومې پوستکې دنرې کولمو حرکت اسانه کوی او هغه مواد چی په نری کولمو کی وراسته شوی وی هغه خارجوی ، رومې نرم دی او پوستکې په نرې کولمو کی نه جزبیږی دغټو کولمو ته چې ورسیږی نو هغه فضول مواد مات او ټوټه کړی ددی سببه دهغو کسانو دپاره ډیر فایده کوی چې دقبض ناروغۍ لری ، هغه کسان چې دمعدی تیزاب یې ډیر وی دهغو دپاره فایده کوی ، وېنه قوی کوی دهغو کسانو دپاره چې دوېنې دفقر په ناروغې اخته وی او یا خپله وېنه وبل ناروغ ته ورکړی او بیا رومیان وخوری ډیره فایده ورته کوی، هغه کسان چې دزړه ، شګر ، او چاغوالی ناروغې لری وهغو فایده کوی ، ماشوم اود ډیر عمر کسانو ته ښه فایده کوی ، درومیانو اوبه هغه مکروب چې وجسم ته فایده کوی په ګیډه او کولمو کې سالم ساتی ، دری ګیلاسه اوبه او یو ګیلاس درومی اوبه که سهار په نهاره وچښل سی 90 ورځی ډیر ښه رژیم دی
په 100 ګرامه تازه رومې کی لاندی مواد وجود لری :
اوبه94.1ګرامه، پروتېن1 ګرامه، غوړ0.3 ګرامه، کاربون هیدرات4 ګرامه ،توپاله 0.6 ګرامه وېټامین ، تریو نیکوتنک0.6 ملیګرامه ، تریو بانتوثنیک0.1 ملیګرامه ، تریو ستریک390ملیګرامه، تریو اوکسالیک0- 5 ملیګرامه ، صودیم4 ملیګرامه ، پوتاشیم268 ملیګرامه ، کلسیم11 ملیګرامه ، فوسفور27 ملیګرامه ، ګوګړ14 ملیګرامه ،کلورین40 ملیګرامه
تریو مالیک150 ملیګرامه، وېټامین 1بی0.06 ملیګرامه ، وېټامین2 بې0.04 ملیګرامه وېټامین سې23 ملیګرامه ،وېټامین اچ0.27 ملیګرامه، مګنیزیم12 ملیګرامه، اوسپنه 0.5ملیګرامه ، مس0.079ملیګرامه
په 100 ګرامه درومیانو په اوبو کی دا لاندی مواد وجود لری
اوبه 93.5ګرامه ،پروتېن 1 ګرامه ،غوړ0.2 ګرامه ، کاربون هیدرات4.3 ګرامه ، وېټامین ای1050 تریو نیکوتنک0.7 ملیګرامه ،نرژی23 تریو ستریک0.7ملیګرامه، وېټامین 1بې0.05 ملیګرامه وېټامین2 بې0.03 ملیګرامه، صودیم230 ملیګرامه، پوتاشیم230 ملیګرامه ، کلسیم7 ملیګرامه فوسفور15 ملیګرامه، ګوګړ5 ملیګرامه ، کلورین380 ملیګرامه ، مګنیزیم10 ملیګرامه
دپيام وړ
هغه کسان چې داېنې ناروغې ، دغټو کولمو التهاب لری درومې بوستکی دی نه خوری ،که مو درومیانو سلاطه خوړل نو هغه ته لیمبو ، مالګه ،او سرکه ډیره مه وراچوې ولی چی هغه خپله ډیره تروېشکې لری ،رومې ډیر مه پخوی ولی چی دفایدی ویټامین ئی کمیږی خاصتا په اوبو کی او ښه داده چی په غوړو او کوچ کی پاخه شی چی بعضی ویتنامین سی او نور موادئی سالم پاته شی او که څو څاڅکی سرکه او یا لیمبو دپخلی پر وخت ورواچول شی رنګ به یې دمنځه نه ځې0

                                             پېاز Onion

دپیازو فایدې
پیاز اعصاب قوی کوی ، وېنه صافوی دوینی جریان تنظیموی ،مکروب وژنی خاصتا دتیفوس مکروب ، په پیازو هغه مواد دی چی د پنسلین کار هم څنی اخستلای شو بولی ډیروی، دځیګر دالتهاب دپاره ډیره فایده کوی ،دچنګاښ دناروغې ضد دی هغه څوک چی پیاز خوری هغه به دچنګاښ دناروغې څخه په امان وی ، اشتها خلاصوی او ښه غدا ده دهغو کسانو دپاره چی معده یې قوی وی ، دشګر ناروغ ته ډیره فایده کوی او دخولې وچوالی به یې ورک سی فرانسوی عالم ثابته کړی ده چی په پیاز کی یوه ماده دګلوکینین وجود چی دانسولین کار ورکوی جنسی طاقت ډیروی ، دزړه حرکت قوی کوی او شراېین دبندیدو څخه ساتې، وپوستکې او وېښتانو ته ډیره فایده رسوی،
که څوک ترخوب دمخه یوه کوچنې دانه پیاز وخوری ډیر ښه خوب به ورسی لاکن په ګیډه بادونه پیداکوی او که یې سهارتر نهارې دمخه وخوری هاضمه به یې ښه شی
که دبېسده سړی وسږمو ته ونیول شی په هوش کی به راشی
په 100 ګرامه تازه پیازو کی لاندی مواد وجود لری
اوبه88.8 ګرامه ، پروتېن1.4ګرامه، غوړ0.2 ګرامه ، کاربون هیدرات9 ګرامه ، توپاله 0.8 ګرامه
وېټامین ای50 ، تریو نیکوتنک0.1 ملیګرامه ، تریو بانتوثنیک0.13 ملیګرامه ، انرژی
وېټامین 1بې0.03 ملیګرامه، وېټامین2 بی0.02 ملیګرامه ، وېټامین سې9 ملیګرامه ، وېټامین اچ0.27 ملیګرامه ، تریو مالیک170 ملیګرامه ، تریو ستریک20ملیګرامه ، تریو اوکسالیک23 ملیګرامه، صودیم38 ملیګرامه ، پوتاشیم130 ملیګرامه ، کلسیم23 ملیګرامه ، فوسفور0.44 ملیګرامه ، ګوګړ68 ملیګرامه ، کلورین24 ملیګرامه ، مګنیزیم 15 ملیګرامه ، منګانیز0.363ملیګرامه ، اوسپنه0.5ملیګرامه ، مس0.13ملیګرامه
۰
په 100 ګرامه وچ پیازو کی لاندی مواد وجود لری
اوبه9.9ګرامه ، پروتېن 10.1ګرامه ،غوړ1 ګرامه ، کاربون هیدرات75.2 ګرامه ، وېټامین ای0
وېټامین 1بې0.23 ملیګرامه ، ،وېټامین2 بې0.15ملیګرامه ، وېټامین سی37 ملیګرامه، تریو نیکوتنک ، 1.1 ملیګرامه ،کلسیم158 ملیګرامه ، فوسفور256ملیګرامه ، اوسپنه3.1ملیګرامه
دپام وړ
په هغو هیوادو کی چی دپیازو خوراک ډیر دی هلته دچنګاښ ناروغی هیڅ وجود نه لری ، پیاز بایدپه داسی ځای کی وساتل سی چی وچ ځای وی او هوا یې خلاصه وی سپن سوی پیاز که پاته شی هغه باید بیا استعمال نه شی ولی چی هغه زاریات جوړ شی
۰

                                      پټاټېPotato

پټاتې ښه غذا ده ، که دپټاټو سره شیدې یا کلسیم ګډ سی نو به کامله قوی غذا سی
ایشول سوی پټاټې دهغو کسانو دپاره چې معده یې ضعیفه وی او یا دمعدې تیزاب لری او یا هغه کار ګران چې سخت کارونه کوی ډیره فایده کوی ، دپټاټو اوبه که پرسوځلې ځای ژر واچول سی درد اراموی او هغه سوځلی ځای کوبې نه کوی ، پټاټې وزن زیاتوی ، اشتها خلاصوی

:په 100 ګرامه تازه پټاټو کی لاندی مواد وجود لری

اوبه 77.80ګرامه ، پروتین 2 ګرامه ،غوړ 0.1 ، ، کاربوهیرات 19.1ګرامه، تپاله 0.4ګرامه ، فوسفور 52 ملیګرامه ،اوسپنه 0.8ملیګرامه ، ویټامین 6ملیګرامه، ویټامین 2بې0.40وېټامین سې23 ملیګرامه ، ویټامین بې6 0.2 ملیګرامه ویټامین اچ ملیګرامه 0.27 تریو بانتونیک 0.08 ملیګرامه ، تریوستریک510 ملیګرامه ، صودیوم 2ملیګرامه ، پوتاشیم234 ملیګرامه ، کلسیم6 ملیګرامه ، مګنیزیم27 ملیګرامه ، منګانیز 0.137 ملیګرامه ،مس 0.164 ملیګرامه ، ، ګوګړ 29 ملیګرامه ، کلورین 35 ملیګرامه ، 85 تریو فولیک 0.1 ملیګرامه، تریو بانتوثنیک0.3 ملیګرامه ، تریو نیکوتنک 1ملیګرامه ،وېټامین کې0.08 ملیګرامه ، تریو اوکسالیک5.7 ملیګرامه ۰
په 100 ګرامه سرې کړی پټاټو (چپس ) کی لاندی مواد وجود لری
اوبه3 ګرامه ، پروتېن6.7 ګرامه ، غوړ37.1 ګرامه ،کاربون هیدرات 49.1 ګرامه،توپاله 1.1 ګرامه وېټامین ، وېټامین 1 ملیګرامه، وېټامین2 ملیګرامه ، تریو نیکوتنتیک2 ملیګرامه ،وېټامین سی 11 ملیګرامه، صودیم340 ملیګرامه ،کلسیم30 ملیګرامه ، پوتاشیم880 ملیګرامه ، اوسپنه19 ملیګرامه ، 544 فوسفور152ملیګرامه ،
دپام وړ

سرې کړی پټاټې ژر نه هضمېږی هغه کسان چې په بدن کی چاغ وی دهغو دپاره دسرې کړو پټاټو

خوراک ښه نه دی
دپټاټوپه سترګو ( زخو ) کی یوه ماده چې سولانین
Solanine ورته وایې دغه ماده ضرر ناکه ماده ده داستعمال پوخت کی باید دغه زخی تر نه لری شی
پټاټې بایددپوستکی سره پخې شی وروسته تر پخیدو پوستکی تری نه لری شی او یا ډیری نازکی سپینی شی ولی چې اکثره ویټامین تر نازک پوست لاندی دی
پټاټې په بخار سره پخول ښه دی ولی چې اکثره دفایدی مواد یې وساتل شی
په ژړه پټاټه کې تر سپینی او خړی پټاټې ویټامین ډیر وی درانیولو په وخت کی باید ژړه پټاټه رانیول شی
۰

                                             انځر Fig
انځر ډیره قیمتی غذا ده دبدن څخه ترویشکی جزبوی چی دغه ترویشکی دزیاتو ناروغیو سبب ګرځی
پښتورګی او مسالک بولی پریولی ،قبض ماتوی خاصتا دډیر عمر کسان که 3- 4 دانی وچ انځر په اوبو کی خشته کړی او بله ورځ سهار یې په نهاره وخوری او اوبه یې وچښی دقبض دپاره تر هر ډول ګولی انځر ښه درمل دی ،دتنفسی جهاز دالتهاب دپاره ډیره فایده کوی ،دماشومانو، سپن ږورو ، سپوټ کونکو ، دامیدوارو میرمنو دپاره ډیره ښه غذا ده ،هغه ریګ چې په پښتورګی او مثانه کی وی دهغه دخارجولو او پاکولو دپاره ډیره فایده کوی او او دپښتورګی اومثانی دپریوللو دپاره ښه درمل دی
په 100 ګرامه تازه انځر کی لاندی مواد وجود لری
اوبه71.1ګرامه ، پروتېن1.2 ګرامه ، غوړ0.4 ګرامه ،کولیسترول0.07ګرامه ،کاربون هیدرات16.1 ګرامه ، تپاله 1.4 ګرامه ،وېټامین ای 75 ، وېټامین1بی 0.09 ملیګرامه ، وېټامېن2 بی0.07 ملیګرامه، وېټامېن سی 2 ملیګرامه ، تریو ستریک340 ملیګرامه ، صودیم2 ملیګرامه ، پوتاشیم190 ملیګرامه ، کلسیم 50 ملیګرامه ، مګنیزیم21 ملیګرامه ، اوسپنه0.8 ملیګرامه ، مس0.07 ملیګرامه ، ګوګړ12 ملیګرامه ، انرژی65
په 100 ګرامه وچ انځر کی لاندی مواد وجود لری
اوبه71.1ګرامه ، پروتېن1.2 ګرامه ، غوړ0.4 ګرامه ،کولیسترول0.07ګرامه ،کاربون هیدرات16.1 ګرامه ، تپاله 1.9 ګرامه ،وېټامین ای 75 ، وېټامین بی 10.09 ملیګرامه ، وېټامېن2 بی 0.07ملیګرامه، تریو نیکوتیک0.63 ملیګرامه ، وېټامېن سی2 ملیګرامه ، تریو ستریک340 ملیګرامه ، صودیم2 ملیګرامه ، پوتاشیم190 ملیګرامه ، کلسیم 50 ملیګرامه ، مګنیزیم21 ملیګرامه ، اوسپنه0.8 ملیګرامه ، مس0.07 ملیګرامه ، فوسفور40 ملیګرامه ، ګوګړ12 ملیګرامه ، کلورین16 ملیګرامه ، یود0.35 ، کارسین (زنک)0.25 انرژی65
دپام وړ

دانځر خوراک بایدډیر هم نه شی چې هضم خراب سی او هغه کسان چې کولمی یې التهاب لری تکلیف ورته پیښ کړی تر پنځه یا شپږ دانی دی اضافه نه خوری

                                بِسْمِِ اللهِ الرَّحمن ِ الرَّحِیْمِ

مشهور طبیب رازی صاحب وایې که ددرمل کار دناروغی مقاومت یادبدن روغول وی نو غذا هغه ښه درمل دی دانسان دبدن دروغولو او سالم صحت ساتولو دپاره،
هغه غذا چی موږ یی نن خورو هغه صباته تا ثیر کوی په فیزیلوجیه او بیولوجیه کارو باندی دانسان دبدن په غړوباندی او ټوله غړی دانسان دبدن نوی کوی ،کم وخت چی مکروب وبدن ته دانسان داخل شی چی هغه سبب دی دنارغیو دبدن دفاعی سستم مقاومت کوی دمکروب په مقابل کی او هغه منع کوی او دمکروب زاریات ختموی نه غواړی چی دانسان وبدن ته څه ضرر ورسو

                           زعتر Thyme
سعتر یا صعتر ، زعتر ، هم نومول کیږی زعتر ښه عطری بوی لری او خوند یې لږ تریخ دی
زعتر دوه ډوله دی یو یې کرل کیږی او بل ډول یې په دښت او غرونو کی راشنه کیږی علمی نوم یې
Thymus Vulgaris په ېب کی یېپاڼی او هغه څانګی چی ګلان یې کړی وی استعمالیږی خوړل یې داسی دی لکه چای په اوبو کی ایشول کیږی اوښهبه داوی چی په ترمس کی واچول سی او ایشول سوی اوبه ورواچول سی پسله څو دقیقو وچیښل سی دیوه ګیلاس دپاره نیمه دمستو کاچوغه کفایت کوی
زعتر ښه عطری بوی لری تر ټولو ښه زعتر درومانیا زعتر دی
دزعتر فایدې :
دحلق او حنجرې درد ته فایده کوی
دغاښو درد اراموی او ورې ته ګټه رسوی
معده په کار اچوی او دګیډی بادونه ورکوی خواړه هضموی
ټوخي اراموی او تنفسی جهاز ته ډیره ګټه کوی
دوینی جیریان ګړندی کوی
شراین پراخوی او زړه ته ډیره فایده لری وسګریټ څکونکو ته ډیره ګټه کوی
دپښتورګی درد اراموی او دمسالک بولی او مثانې التهاب جوړی
په وینه کی کولسترول کموی
دګیډی څخه سپڼسکی چنجیان خارجوی
دروماتیزم ، بندونو او عرق نساء دردونه اراموی
دمناعی سیستم قوی کوی
اشتها خلاصوی
که دزعتر په تیلو دسر پوټکی غور سی ویښتان تینګوی او ویښتان زیاتوی
زعتر که دلونګو سره په اوبو کی وایشول سی او یخولو وروسته په خوله ولغړول سی او یا شنه زعتر وژول سی غاښونه دخرابیدو څخه ساتی
اولنو به زعتر او دزیتون تل وماشومانو دنهاری سره ورکول ددی دپاره چی ماشوم دماشوم ذکا قوی سی
دپام وړ : زعتر لږ قبض پیداکوی باید دزعتر تر چښلولو وروسته یوه کاچوغه دزیتون تیل وچیښل سی

ملخوزی fenugreek
ویل کیږی چی که خلګ دملخوزو په ګټه خبر سی نو به یې دسرو زرو په بیه رانیسی انګلیزی عالم کلیبر وایې که ټول درملونه دترازو په یوه پله کی واچوی او ملخوزی په بله پله کی واچوی نو به دملخوزو پله پر درنه سی
ملخوځی یا ملخوزی په انګلیسی قاموس کی
fenugreek نوموی علمی نوم یې Trigonella foenum - graecum . اوپه عربی یې حلبه نوموی په اوردو میتی ورته وایې کوچنی دانی دی لکه ورجه چی دوی دری ټوټی کړی ژړ رنګ لری
ما هم دبوی په سبب نه خوړلی( یو ډول بوی لری لکه دکرک ) کله چی یې په فایده وپوهیدم اوس یې دورجو سره خورم چای یې جوړوم
دملخوزو بو ټی 20 – 60 سم جګوالی لری دوه کوچنی ښاخونه کوی په سر کی دری اوږدی پری پری پاڼی کوی کوچنی ژړ ګل کوی تر ګل وروسته دښکر په شکل غوزه کوی دیوی غوزی اوږدوالی تقریبا 10 سنتیمتر وی چی په دغه غوزه کی بیا دملخوزو دانی وی په ګران هیواد افغانستان کی یې میرمنی دنوی ماشوم تر پیداکیدو وروسته دورجو سره پخوی او دماشوم ومور او ورغلو میرمنو ته یې
وایی یوه ورځ رسول کریم صلی الله علیه وسلم دسعد بن آبی وقاص رضی الله تعالی عنه پوښتنی په مکه شریفه کی ورغلی او هغه ته یې رنځپوه الحارث بن کلده راوغوښتی هغه چی دسع بن ابی وقاص حال ولیدی نو یې ملخوزی د تازه عجوی خورما سره ګډه پخه کړه او وریې کړه کومه ناروغی چی دهغه وه هغه ناروغی یې جوړه سوه
دملخوځو فایدې : اشتها خلاصوی دوینی فقیر ته ډیره ګټه رسوی وینه صافوی معده قوی کوی دماشوم دمور شېدې ډیروی په وینه کی شكر کموی
او هغه کسان چی دبولو دشکرناروغی ولری كه هره ورځ یوه کفه میده ملخوزی وخوری دزخم په جوړولو کی زیاته مرسته کوی تناسلی غدی په کار اچوی او نارینه ځواک قوی کوی بولی زیاتوی او دبدن څخه زاریات خارجوی قبض سموی دځیګر او ستونی ناروغی ته ډیره ګټه رسوی ( ټوخ ، دسږی التهاب ، ربو ، بلغم( که په نهاره وخوړل سی دګیډی چنجیان خارجوی که ملخوځی وایشول سی او غرغړه سی دستونی التهاب سموی
ملخوزی که د خورما ، انځر، ګبین (شات ) سره پخی سی او په نهاره وخوړل سی بلغم خارجوی او زوړ ټوخ سموی
دملخوزو فایدی زیاتی دی ما وتاسو ته لږ څه ولیکل

                                    جوار
نان هوسی هغه څوک دی خوری چی وس یې لری

دجوارپه دانو کی نشا یسته ، پروتین ، غوړ ، کاروتینات ، استرولات او ویټامین ای ، بی او اچ وجود لری دجوار په جنین کی غوړ زیات دی او دهغو څخه تیل جوړوی چی موږ اوتاسو یې په پخلۍ کی استعمالو
په جوار کی یوبل مهم شئ چی موږ یې دجوارپه ویښتانو سره پیژنو علمی نوم یې cornsilkډیر طبی تاثیر لری دجوار په ویښتانو کی فلافونیدات ، یومهم مرکب Maysin او فلویدات اللانشین او صابونی مواد الوتونکی تیل او ویټامین کی ، سی او پو تاشیم وجود لری

امریکایانو دجوارددانو څخه اوړه جوړول د پړسیدلی او کو ټل سوی ځای په درملنه به یې کار ځنی اخستل کیده
دجوارپه ویښتانو کی پوتاشیم وجود لری و مسالک بولی ته زیاته ګټه رسوی ، بولی زیاتوی او دمثانی کا سموی وشاشبندناروغ ته زیاته ګټه رسوی( شاشبندی خلاصوی )
دجوار دویښانو نوی څیړنی ښیی چی دجوار ويښتان دترخی دصفرابند سوی افرازات ایله کوی او دزړه پلې قوی کوی او دهاضمې جهاز اراموی
دجوار دانو دجنین غوړی په وینه دکلوسترول د جمع کیدل مخنوی کوی وهغو نارغونانو ته ورکول کیږی چی د وینی فشار یې جګ وی دوی کاچوغی سهار ترنهاری دمخه اودوی کاچوغی ماښام تر ډوډی خوړولو مخکی چیښل کیږی
ایا کوم ضرر لری : که علاج په په صحییح ډول استعمال سی کوم ضرر نه لری

                                     خواږه ولنې یا بادیان  Fennel                                 
فقد ورد عن السنوت عدة أحاديث، فقد ورد عن إبراهيم عن أبي عبلة قال: سمعت عبدالله ابن أم حرام وهو ممن صلى مع النبي صلى الله عليه وسلم القبلتين "عليكم بالسنا والسنوت، فإن فيهما شفاء من كل داء". اخرجه ابن ماجة في السنن. وذكر عبدالملك بن حبيب قال: عن أنس بن مالك رضي الله عنه ان رسول الله صلى الله عليه وسلم قال "عليكم بأربع فيهن شفاء من كل داء إلاّ من السام (وهو الموت)السنا والسنوت والثغاء والحبة السوداء"
خواږه ولنې موږ اوتاسو ښه پیژنو او په هر کور کی موجود دی رنځ پوهان یې په عربی سنوت ، شمر، رازیانج نوموی علمی نوم یې
Foeniculum vulgare دخوږو ولنو دانی او تازه پانی استعمالیږی
په خوږو ولنو کی
Anethole او Fenchonp h, مرکب Esthagole او ویټامین ای ، بی، سی ، فوسفور ، کلسیم ، ګوګړ ،اوسپنه او پوتاشیم وجود لری
اولين رنځپوهان وایې خواږه ولنې سده خلاصوی او دید زیاتوی ، شیدې ډیروی ، بولی زیاتوی ، ډبره ویلي کوی ، دګیډی بادونه سموی او که دود سی دسر درد سموی دزاریاتو ضرر کموی
نوی څیړنی ښی چی المان ثابته کړی ده چی خواږه ولنی دافضله طبی بوټو څخه شمیرل کیږی دمعدې سټریا سموی، او دهضم مشاکل ، باد او بریښ یو ښه درمل دی ښه طریقه دخوړو یې داده چی خواږه ولنې میده سی اود یوه ګیلاس شېدو سره وچیښل سی دهغو ماشومانو چی عمر یې تر دوه کلنی پورته وی دباد او بریښ دپاره یوه کوچنې کاچوغه میده خواږه ولنې و یوکوچنی ګیلاس اوبو ته ورواچوی او 15 دقیقې یې پریږدی بیا یې صاف کړی او دخوږو ولنو صافی کړل سوی اوبه دماشوم په شېدو کډی کړی
علما دا هم وایې چی په خوږو ولنو کی استراجول مرکب دی ددی تاثیر د ښځینه هورمون سره یوشانتی تاثیر لری یعنی ښځینه هورمون زیاتوی او دنارینو جنسی رغبت کموی
خواږه ولنی بلغم لیری کوی او تنفسی جهاز ته زیاته ګټه رسوی ، نس ناستی چی دمیکروب له وجهی منځ ته راغلی وی هغه نس ناستی سموی
دخوږو ولنو دخوړولو طریقه :
»دهضم داضطراب او قبض دپاره یوه دمستو کاچوغه میده خواږه ولنی په یوه ګیلاس اوبو کی 20 دقیقې واچوی وروسته ټوله وچیښی دوه وخته سهار او ماښام
» دبولی مشلاتو دپاره لکه دپښتورګی ډبره یوه کاچوغه میده خواږه ولنی او یوه کاچوغه دخوږو ولنو میده نارونه په یوه ګیلاس ایشل سوو اوبو کی 15 دقیقې پریږدی وروسته ټوله چیښل کیږی یو ګلاس سهار او یو ګیلاس ما ښام
» خواږه ولنی او دخوږو ولنو نارونه ټوله وایشوی دخولی او ورۍ داتهاب دپاره یې غرغړه کړی
» دماشو مانو دنس دبریښ دپاره دخوږو ولنو پاڼی وایشوی وماشوم ته ایماله ورکول کیږی
خواږه ولنی وټوخ ، ربو ، دحنجری التهاب ، پښتورګی ، مثانې او مسالک بولی ته زیاته ګټه رسوی
حامله میرمن که لږ څه خواږه ولنی وایشوی او یې وچیښی دمعدی اضطراب ، دګیډی بادونه، قی ، دسر ګرځیدل سموی
دماشوم مور که دورځی دوه یا دری کوچنی ګیلاسه ایشول سوی خواږه ولنی وچیښی شېدی یې ډیروی
دخوږو ولنو خارجی استعما ل :
» دخوږو ولنو نارونه که وایشول سی او غر غړه سی دورۍ او خولی التهاب ته زیاته ګټه رسوی او هغو کسانو ته چی لوست او لیکل زیات کوی که سترګی په ټاکور سی وستر ګو ته زیاته ګټه رسوی او دسترګو ستړیاختموی
» دخوږو ولنو تازه پاڼی که ددو پښو تر مځ زخم باندی وتړل سی زخم جوړوی
»که وایشول سی او پر ګیډه وتړل سی دګیډی دردونه سموی
دپام وړ : که دخوږو ولنو تیل زیات وخوړل سی دسرګرځیل ، بدن چکی کیدل ، او دزړه په حرکت کی سستی پداکوی
دپام وړ : بلاربی میرمنی دی خواږه ولنی زیات نه خوری که لږ څه په خوراکی موادو کی ګډوی پروانه لری لاکن دډیر خوراک څخه باید چی ډډه وشی

کرکدیه یا غجر HIBISCUS                            
INDIAN SORELL                                

HIBISCUS                                     


دکرکدیه یا غجر ګل چی بوټی یې تر دو مترو پوری جګوالی مومی سور ګل کوی دګل پاڼی یې وچ او غوټی یې تازه استعمالیږی تریو خوند لری
دکرکدیه په ګل کی ګلو کوسیدات ، رنګه مواد ، اکسالات کلسیم او ویټامین سی وجود لری
دکرکدیه دګل فایدی :
کرکدیه ګل تاوده لکه چای او یخ لکه شربت چیښل کیږی
کرکدیه دګرمې په موسم کی تنده ماتوی او دګرمی احساس ختموی
کرکدیه دوینی فشار کموی او دزړه پلې قوی کوی دوینی دوران ګړندی کوی
معده پاکوی او په معده کی ضرر ناکه مکروبونه وژنی دکولیرا ضد دی هضمونکی خاصیت لری اشتها خلاصوی دروماتیږم درد اراموی ذکام سموی دځیګر ناروغیو ته ډیره فایده کوی په کرکدیه کی ویټامین C زیاته ده

دکرکدیه ګل دشونډانو درنګ ، صابون ، شامپو په جوړولو کی استعمالیږی او په درملونو کی دکیمیاوی رنګ په بدل کی دکرکدیه درنګ څخه کار اخستل کیږی
دپام وړ :

هغه کسان چی دپښتورګی ناروغې ولری وهغه ته یی چیښل ښه نه دی ځکه چی په کرکدیه کی اوکسالات کلسیم ډیر وجود لری او هغه کسان چی دوینی فیشار یی ټیټ وی هغوی دی یې هم نه چيښی ځکه چی دوینی فشاریې نور هم کموی

زیتون

زیتون
بسم الله الرحمن الرحيم

زیتون یوه کټوره غذا ده ویل کیږی چی زیتون دهر ډول ناروغي درمل دی زیتون په قران کریم کی څو ځله ذکر سوی دی الله سبحان وتعالی دمؤمنون په سورت کی دزیتون په اړه فرمایلی دی {وَشَجَرَةً تَخْرُجُ مِن طُورِ سَيْنَاء تَنبُتُ بِالدُّهْنِ وَصِبْغٍ لِّلْآكِلِينَ }المؤمنون20
په 100 ګرامه زیتون کی لاندی غذایې مواد موجود دی
پروتین 1.5 ګرامه
تیل 13.5 ګرامه
سکری مواد 4 ګرامه
پوتاشیم 91 ملیګرامه
کلسیم 61 ملیګرامه
مګنیږیم 22 ملیګرامه
فوسفور 17 ملیګرامه
اوسپنه 1 ملیګرامه
مس 22 ملیګرامه
تو پاله 4.4 ګرامه
کاروتین 180 ملیګرامه
ویټامین ای 300 Iu

علاوه پردی په زیتون کی ویټامین ب ، سی ، اچ ، اې وجود لری
داود الانطاکی وایې چی په تیلو کی هغه ښه تیل دزیتون دی بدن غټوی ، رنګ صافوی ، دبدن جلد نرموی ، او وایې
» که دزیتون تیل دګرمو اوبو سره وچیښل سی دګیدی مغض سموی
» دپنډو کولمو دناروغیو دپاره ډیرښه دی
» دکیډی چینجیان خارجوی
» په پښتورګی کی ډبری ویلی کوی او پښتورګی سموی
» دبندونو دردونه اراموی او او دملا درد سموی
» سپین ږیرتیا ځنډوی وریښتان سموی او ویښتان ټینګوی
» دبدن غړی قوی کوی
» دجرب ناروغ ته زیاته ګټه رسوی
دزیتون ګټی زیاتی دی نو لدی کبله ددرمل جوړولو او فیشنی شیانو جوړولو لکه صابون ، کریم، اودرمل جوړولو فابریکو دزیتون وتیلو زیاته پاملرنه کړی ده
دزیتون د تیلو څخه دغذا یې مواد په ساتلو کی کار اخلی
دزیتون د ونې ، پاڼې ، میوې ټولو څخه کار اخیستل کیږی
دزیتون څخه تیل ایستل کیږی په ټولو غذایې تیلو کی دزیتون تیل په لمړی مقام کی دریږی
دزیتون دتیلو څخه دزړه ، چنګاښ ، جلدی ناروغیو درملونه جوړیږی
دزیتون دونې لرګی ډیر ښه لرګۍ دی وېنه یې نه خوری دکور داساس په جوړولوکی کار ځنی اخستل کیږی
دزیتون دتوپالی څخه دکود کیمیاوی او څارویوپه غذا کی کار اخستل کیږی
دڅارویوپه جاغولو کی دزیتون د توپالې څخه کار اخیستل کیږی
دزیتون پاڼی دخولی او ورۍ دالتهاب دپاره استعمالیږی
دزیتون تیل که بلاربه میرمن یوه کاچوغه هر سهارپه تشه خوا وخوری ومیرمن اونازوکړی ماشوم ته زیاته ګټه رسوی او که نس تر ولادت دمخه او وروسته تر ولادت په غوړ کړی دنس جلدبه هغه مخکنی حالت ته راسی څڼګه چی تر بلاربیدو مخکی وو
پوهان وایې دزیتون تیل کولیسترول LDL )) كموي او دانسان بدن په خپل طبیعی حالت باندی پریږدی او دماغ دشیخوخه څخه ساتی او پر بدن دزاریاتود تاثیر څخه ساتی او جلد دچاودلو څخه ساتی دتریخی افرازات په کار اچوی ، اینه هوساکوی بولی زیاتوی په پښتورګی کی دډبری دجمع کیدولو مخنوی کوی او په بدن کی دوازګی د ډیریدو مخنوی کوی د چنګاښ او زړه دناروغي مخنوی کوی

د امریکا په نیویارک پوهنتون کی دوو ښوونکو ا . ډاکټر اهرنز او ا . س ترفسلید تر څیړونو وروسته ویلی دی چی دزیتون تیل دزړه دشراینو ناروغ اوهغه کسان چی دوینی پشار یې ډیر وی زیاته ګټه رسوی
او په اسپانیا کی طبی ټولنی تر څیړونو وروسته ویلی دی چی هغه کسان چی دزیتون تیل په خوراکی توکو کی هره ورځ خوری په هغوی کی دتې دچنګاښ ناروغي 35٪ کمه وی
رنځپوهان په زیتون سره په لاندی ډول سره لارښونه کوی
اوله نسخه :

دجلد دنرموالی دپاره
نیم ګیلاس دزیتون تیل
نیم ګیلاس سرکه
څلرمه برخه دګیلاس اوبه
ټول سره ګډکړی او استعمال کړی
دوهمه نسخه:

د پښو لاسو او څینګلې دجلد چاودلو دپاره
پښی دزیتون په تیلو څو واره دورځی غوړی کړی او جراپې په پښو کړی
د څینګلو او لاسونو دپاره دزیتون دتیلو سره ګلیسرین ګډ کړی لاسونه په غوړ کړی
دریمه نسخه

که غواړی چی ویښتان مو قوی سی یا موویښتان ریژیږی او یا په سر کی شپوږی وی :
دسر ویښتان ماښام دزیتون په تیلو غوړ کړی وروسته یې په ټوکر کی وتړی تر سهاره وروسته یې پاک پریولی او سرمو دورځی څو واره ږمونځ کړی دا کار دری اونی تکرار کړی ویښتان په ځلیدلی قوی او دشپږو څخه پاک سی
دښپوږو دورکولو دپاره باید چی په لاندی ډول دزیتون تیل دری اونۍ استعمال سی
اول – اول باید permethrin یا pyrethium مرکب استعمال کړی دا مرکب شپوږی وژنی لاکن ټوله دمنځه نه وړی نو دلته دزیتون تیل زیات رول لوبوی

دوهم ـ سر به دزیتون په تیلو تر بیدیدو دمخه غوړ کړی او په ټوکر کی به یې وتړی
دریم ـ سر به په معدنی ږمونځ دمخه تر پریوللو ږمونځ کړی
څلرم ـ دسر پریوللو وروسته به ویښتان دویښتانو دوچولو په ماشین( سیشوار) په توده هوا وچ کړی
پنځم ـ په سرکی به وګوری چی پاته سوی شپوږی او هګۍ هم پاکی سی
څلرمه نسخه

ددرد ، دمغض اراموالی، دپښتوګی ریګ، چینجیانو لری کول او دبولو دزیاتوالی دپاره:
سهار په تشه خوا دی پنځه شپږ کاچوغې دزیتون تیل څو ورځی پر له پسی وخوری
پنځمه نسخه

دپښو تر منځ دزخم دپاره
دپښو ترمنځ هغه زخمونه دزیتون په تیلو غوړ کړی دا زخمونه په ماشومانو کی زیات پیدا کیږی هر وخت چی ماشوم تړۍ دپښو منځ یې دزیتون په تیلو غوړ کړی
شپږمه نسخه

دقبض دپاره
10 ګرامه میده ملخوځی او دملخوځو په شان دزیتون تیل سره ګډ کړی ( ملخوځی دزیتون په تیلو کی خیشتې کړی ) دا جوړه سوی اندازه درمل به په څلور واره د دورځی وخوری
اوومه نسخه

دغوږ ددرد دپاره
دزیتون غوړی لږ تاوده کړی او غوږ کی یې دوه یادری څاڅکی دورځی دری ځله واچوی
اتمه نسخه

دسږی دالتهاب دپاره
لږ څه ملخوځی
څو زوڼې دهوږی کوټلی سوی
دزیتون تیل
ټوله سره ګډ کړی تر بدیدو دمخه یې دپښو پر تله نازک اوار کړی او جرابې په پښو کړی تر سهاره
دټوخ او ربو ناروغی دپاره
دزیتون مندکی میده کړی پر انګار یې دود کړی هغه دود یې تنفس کړی
نهمه نسخه

دپلو دفالج دپاره
یوه حیصه دعرعر میده ګلان
دری حیصی دزیتون تیل
ټوله په یوه بوتل کی واچوی او سر یې یې وربند کړی لس ورځی یې په ګرم ځای کی و لمر ته کښیږدی وروسته یې صاف کړی دهغه په اندازه اوبه ورواچوی ښه یې سره ګډکړی او استعمال یې کړی
لسمه نسخه

دګیډی دچینجیانو دپاره
ګارګټکی Malva په اوبو کی وایشوی په یو ګیلاس دکارګټکو په ایشول سوی اوبوکی یوه کاچوغه دزیتون تیل ګډ کړی کله چی ساړه سول وناروغ ته به ایماله ورکړی ښه داده چی په دوو ورځو کی یوه ایماله ورکړی تر څو چی دګیډی چینجیان ورک سی
یوولسمه نسخه
دبواسیر دپاره
لږ څه دبابونه ګل په نیم ګیلاس دزیتون په تیلو کی واچوی او پر اوریې یې کښیږدی تر څو دبابونه ګل وسوځی تر څو چی ګل داسی سی لکه سکوربیا دغه جوړ سوی درمل دورځی دوه ځله استعمالوی تر درمل دمخه باید مقعده په تودو اوبو پریولل سی
دولسمه نسخه

دشوڼډانو دچاودیدولو دپاره
مستکه LENTISQUE یو ډول کونډری دی هغه میده کړی دزیتون دتیلو سره یې ګډ کړی

دورځی څو ځله شونډان په غوړ کړی
دیرلسمه نسخه

دمخ او غاړی دکوتانو دپاره
نیمه کاچوغه دزیتون تیل دیوی هګۍ دژړو سره ګډ کړی او څو څاڅکی دلیمبو اوبه په ګډی کړی مخ او غاړه په غوړ کړی 45 دقیقې وروسته مخ پریولی
څورلسمه نسخه

دځوانانو دانې
دخزامی ګل
یوه غټه کاچوغه تازه پیروی
دوی غټی کاچوغی دزیتون تیل
ټول سره ګډ کړی او مخ په غوړ کړی 20 دقیقې وروسته مخ پریول